کور / تازه خبرونه / يوولس ډنمارکي عسکر ټپيان سول

يوولس ډنمارکي عسکر ټپيان سول

د هلمند په ګريشک ولسوالي کي پرون ناوخته يوولس ډنمارکي عسکر د طالبانو په حمله کي ټپيان سوي دي.
د پېښي په هکله نور جزيات نه دي ورکړل سوي خو ډنمارکي عسکرو ويلي چي په دې حمله کي يې دوه ترجمانان هم ورسره ټپيان سويدي.
د ډنمارک ٧٥٠ عسکر د افغانستان په جنوب کي د برتانويانو تر قومنداني لاندي د طالبانو پر ضد جنګېږي چي تر اوسه يې ٢٩ پوځيانو ژوند له لاسه ورکړئ دئ.