بېګا شپه وسله والو طالبانو دننګرهار پر دوربابا ولسوالۍ بريد کړى ، چې دواړه غاړې پکې يوه بل ته د ځاني زيان اړولو خبره کوي. د وسله الو طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بريد د دوى ملګرو ترسره کړى، ١٥ امنيتي پوليس يې وژلي او ولسوالۍ ته يې اور اچولى. خبرپاڼه وايي چې په دې بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. بل پلو د ننګرهار امنيتي چارواکي د بريد پخلى کوي، خووايي چې د دوى پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د ځايي امنيتي چارواکيو په خبره چې دوى په دې نښته کې پينځه تنه وسله وال طالبان وژلي او لس تنه نور يې ټپيان کړي دي. دوربابا په ننګرهار کې يوه لرې پرته سرحدي ولسوالي ده، چې پاکستان سره ګډه پوله لري او تر دې مخکې هم د دواړو خواو تر منځ دغلته ورته نښتې شوي دي.