د اېټاليا په شمالي ښار نووارا کي پوليسو وروسته له هغه يوه مسلمانه مېرمن ٥٠٠ يورو جريمه کړه چي مخ يې پټ کړئ وو او چا نسواى پېژندلاى.
پوليس وايي دغه مېرمن يې د قانون له مخي ٥٠٠ يورو جريمه کړې ده، خو دا کولاى سي چي محکمې ته عريضه وکړي.
د راپور له مخي نوموړې ښځه د خپل خاوند سره سيمه ايزي پوست خانې ته تللې وه چي د پوليسو سره مخ سوه او د جريمې ټکيټ يې وکړ.
اروپايي هيوادونه يو په بل پسې د مسلمانو مېرمنو پر حجاب باندي په دې پلمه بنديزونه وضع کوي چي د تروريستي پېښو دپاره کار ځني وانخلي.
تېره اونۍ د بلجيم پارلمان هغه ماده تصويب کړه چي له مخي يې ښځو ته د مخ پټول ناقانونه ګرځي او د فرانسې هيواد هم په پام کي لري چي دې ته ورته قانون وضع کړي.