د ماشومانو د ساتني اداره Save the children وايي افغان ميندي د لنګون او وروسته د بچيانو د لويولو پر مهال له راز راز روغتيايي ستونزو سره مخ او په ډېر بد حالت کي دي.
د ماشومانو د ساتني اداره وايي ناروې او اسټراليا هغه هيوادونه دي چي ميندي يې د نړۍ تر ټولو هيوادونو په ښه حالت کي دي او د حکومتونو له خوا يې ډېري طبي اسانتياوي ورته برابري دي، په داسي حال کي چي امريکا تر ناروې او اسټراليا وروسته په نهه ويشتم کتار کي ولاړ دئ.
د ماشومانو د ساتني اداره وايي په افغانستان پسې د افريقا د غريبو هيوادونو ميندي هم په بد حالت کي قرار لري.