کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې امريكا ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او د واشنګټن او كابل ترمنځ وروستيو اختلافاتو او د امريكا بدليدونكې دريځ ته يى په اشاره ليكلي، چې بالاخيره حامد كرزې د باور وړ يو شريك شو.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ايران د ورانكارانه فعاليتونو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې دغه هيواد اوس په افغانستان كې د اوبو د بندونو د يجاړولو هڅه هم كوي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د ناټو يو نوي اقدام ته هم كتنه كړې، چې له مخې يى هر هغه سرتيري ته، چې د بيګناه خلكو د وژنې مخه ونيسي ميډال وركولې كيږي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په ښوونځيو كې د انجونو د مسمولو وروستيو پيښو ته په اشارې ليكلي، چې دا يو بشري ضد ستر جنايت دې.
ورځپاڼې په دوام كې له امنيتي ادارو غوښتي، چې دا پيښې په جدي توګه وڅيړي او د هغې عاملين د قانون منګلو ته وسپاري.
په ورځپاڼه كې د روانې امنيتي وضعې په اړه د مشرانو جرګې ته د امنيتي چارواكو څرګندونې هم راخستل شوي او د هغوى په حواله ليكل شوي، چې دا ورانوونكې جګړه له بهره رهبري كيږي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د ناټو په نويو تدابيرو بحث كړې او د هغې اغيزمنتيا يى څيړلې ده.

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په ايران كې د افغانانو د اعدام مسئله راخستې او ليكلي، دا چې ايران د افغانانو اعتراضونو ته كوم ځواب نه وايي نو خامخا د كاسې لاندې نيم كاسه ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د حج او اوقافو د وزارت د خزانه دار په محاكمې بحث كړې او ليكلي، چې دا د فساد په وړاندې د مبارزې محز يو نمائيش دې، ځكه د ورځپاڼې په وينا د فساد اصلي عاملين لا هم ندي په ګوته شوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې هم همدې مسئلې ته په اشارې ليكلي، چې ايا عدالت يوازې په ټيټ پوړو چارواكو پلې كيږي.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې اسامه بن لادن د تهران په شمال كې اوسيږي او له خپلو څلورو ساتونكو سره په ازاد ډول تګ راتګ كوي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د القاعده د شبكې يو پخوانې جګپوړې چارواكې سيف العادل هم د خپلې كورنۍ له ديارلسو غړو او د اسامه له دوو زامنو سره يو ځاې د تهران په ماڼۍ كې اوسيږي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې ليكلي، چې ايران د افغانستان په لويديځ كې د بخش اباد او سلما بند د جوړولو مخنيوې كوي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د سالمې ادارې د جوړولو لپاره روانو هڅو او پدې برخه كې شتو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې دا اداره به كله جوړيږي.؟

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم په يو مطلب كې امريكا ته د ولسمشر كرزي په اړه په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو د عمومي قومندان څرګندونې راخستي او ليكلي، چې دا سفر د كابل او واشنګټن ترمنځ د اړيكو د پياوړې كولو لپاره زيات مهم دې.
خو اصلاح بيا هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره په روانو هڅو بحث كړې او ليكلي، چې خير يوازې په سوله كې نغښتې دې.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې امريكا ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او پدې ترڅ كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د قومندان په حواله ليكلي، چې دا سفر خورا زيات ارزښت لري.
ورځپاڼې د جنرال مك كريسټال د وينا دا ټكي هم راخستي، چې د كابل او واشنګټن ترمنځ د وروستۍ لفظي شخړې سره سره حامد كرزې ددوى يو د باور وړ شريك دې.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې دا هم ليكلي، چې امريكا هڅه كوي، چې چين په افغانستان كې خپل رول زيات كړي او د بيارغونې او امنيت په برخه كې پراخه ونډه واخلي.
په ورځپاڼه كې په پاكستان كې د ملابرادر د محاكمې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د ولسمشر كرزي د وياند په حواله ليكل شوي، چې دا محاكمه ناسم كار دې.