نن په کندوز ولايت کې د مطبوعاتو نړيواله ورځ ديوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه .
دغه غونډه چې دميديوتيک فرهنګې مرکزپه همکارې په ياد مرکزکې جوړه شوي وه .
په ياد ولايت کې ميشت درسنيونمايندګانو،خبريالانو ، فرهنګيانو ترڅنګ دياد ولايت والۍ محمد عمر اويوشمير دولتې اونادولتې اداروچارواکو په کې ګډون کړي وو.
په دغه ولايت کې دالجزيرې بهرنې شبکې خبريال مجيدعارف دکندوز په چارواکواوپه ځانګړې ډول په ملې امنيت نيوکه وکړه چې دمسموميت دپيښې په اړه دخبرجوړونې پرمهال دچارواکو له لورې رټل شوي دي .
همدغه راز کندوز والۍ په خپله ويناکې يادونه وکړه چې دژورنالستانو په مخکې ستونزې شته او دولت هڅه کوې چې مطبوعاتوکارکوونيکو ته ښه ماحول رامنځ ته کړي ترڅو دوي په ښه ډول دخپلوملې ګټولپاره کاروکړي
په کندوز ولايت کې دمطبوعاتو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې تيره ورځ هم په پلازمينه کابل اويوشمير نورو ولايتونو کې له دغې ورځې نه لمانځنه وشوه .