کور / تازه خبرونه / د خبریالانو د حفاظت د ټولنی د تور لیست په هکله د طالبانو غبرګون

د خبریالانو د حفاظت د ټولنی د تور لیست په هکله د طالبانو غبرګون

د خبریالانود حفاظت د ټولني د تورلیست په هکله داسلامي امارت دفرهنګي کمیسیون غبرګون
د بې پولې خبريالانو ټولنې (cpj) پرون دمطبوعاتو دآزادۍ په ورځ دمطبوعاتو د دښمنانو په خپاره کړي تورلیست کې دنړۍ دیوشمیرولسمشرانوترڅنګ دافغانستان داسلامي امارت دمشرتابه نوم هم له دې امله شامل کړی چې دټولنې په وینا د هغه د نفوذ لمن پاکستان ته هم غځېدلې او د مطبوعاتو پرضد هم مبارزه کوي .
داسلامي امارت دفرهنګي چاروکمیسیون پداسې حال کې چې په خپل مشرتابه باندې دبي پولې خبریالانوله لوري دغه تور لیست ناسم اودهغوﺉ له خپلوژورنالیستیکي مقرراتوڅخه تخطي بولي په غبرګون کې یې لاندې ټکې اعلاموي:
۱ـ دافغانستان داسلامي امارت دنفوذ اوټولوپوځي ،فرهنګي ،اداري ،سیاسي اوقضایي فعالیتونوساحه دافغانستان د حریم په داخلي ساحې پوري محدوده ده اویواځې په همدغه ساحه کې دخپلواړوندوارګانونوداجراآتوپه هکله مسؤلیت ورته راجع کیږي. له خپلې ساحې سیواپه نوروهیووادونوکې دترسره کیدونکو فعالیتونو مسؤلیت اسلامي امارت ته قانونا نشي راجع کیدای.
۲ـ هرهغه خبریال چې دخپلومسلکي فعالیتونودترسره کولولپاره داسلامي امارت ترکنټرول لاندې سیموته ورځی د مقرراتوله مخې هغه باید دهغې سیمې داداري چارواکو قبلې اجازه لیک له ځانه سره ولري له اجازه لیک نه بغیر نوموړي سیمې ته له ټولوراغلیو اوراتلونکوبهرنیانوسره دهغوﺉ دقانوني تخلفاتوله مخې معامله کیږي نه دقانوني ژورنالیستانوپه توګه اوپه دې هکله مسؤلیت هم خپله همدغو متخلفینوته راجع دی.
۳ـ داسلامي امارت فرهنګي کمیسیون د بي پولې خبریالانوله ټولنې څخه هیله کوي چې په خپل مسلکي فعالیت کې د زورورو لوریوفرمایشونواودستورونوته ځای ورنکړي اوپه خپلو دا شانې لیستونوکې دهمدغو زوروسرغړوونکو په تخطي ګانوباندې هم سترګې پټې نه کړې ترڅو ثابته کړی چی دوی رشتیا هم بی پری او دچا د زراوزور تابع ندي .
۴ـ په افغانستان کې دیرغلګروځواکونوموجودیت په نوروناقانونیوسربیره د ژورنالستانو اودهغوﺉ د بي پرې فعالیتونوپه مخکې هم ستر ګواښ بلل کیږي چې دهمدغوبهرنیانوله لوري په کندهارکې شهید جاویداحمد یازمي لومړی یوکال بندي او وروسته په شهادت ورسول شو د بي پولې خبریالانوډله باید له بهرنیویرغلګروڅخه په پوښتنې کولوسره دشهید یازمي او دالجزیره شبکې د ځورول شویو ژورنالیستانود ځورونو په هکله هم خپل مسؤلیت سرته ورسوي.
۵ـ په دې وروستیوکې د ويكيليكس ویب پاڼې له لوري په عراق کې دامریکايي پوځونوله لوري د رویټرآژانس د دوتنوژورنالیستانو د وژل کیدوزړه بوږنووکې ویډیوخپره شوه ، بي پولوخبریالانوته په کار وو چې د دغوبیګناه وژل شویو ژورنالیستانو د دفاع په منظوریې په خپل کلني راپورکې د سپینې ماڼۍ اوپنټاګون د چارواکو نومونه هم راوړي وای چې سرایله پوځیانویې په رڼا ورځ دغه جنایت ترسره کړ.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
دفرهنګي چاروکمیسیون