کور / شعر / افغانستان

افغانستان

وخته!
د بل څوک دي؟
که زه پخپله؟
که د ته یې؟
چه په سر دې راته
یو ویښته هم
پرنیښود ګنجۍ یم
د حالاتو په سور اور کې
ټکڼۍ غرمه د اوړي رانه تښتي
صحرانۍ یم لیونۍ یم
سپیلنۍ یم لوګۍ شوې
تراړه شوې
تړسیدلې سوزیدلې
په سکروټو کې
د غیرو که د خپلو
له پوه نه یمه چه ولې؟
د ایرې وجود مې نه زغمي تراوسه
په تبۍ یم
نڅوي مې ګوډاګۍ یم