په نړيوالو شل اوريزو سياليو كې افغانستان ، هند او جنوبي افريقا په يوه يانې C ګروپ كې دي، د ګروپ دوې لوبې تر سره شوي دي، چې هند له خپلو سيالو ډلو افغانستان او جنوبي افريقا څخه وګټلې.
كه څه هم افغانستان له هنده وبايلله خو افغان لوبغاړي وستايل شول او خلګو ورته شاباسى ووايه.
افغان روزونكي كبير خان ويلي په كومو شارټونو چې افغان لوبغاړي وسوځېدل د افغانانو لپاره نوي وو، او تر اوسه نه وو ورسره مخامخ شوي، ده ويلي چې پر دې شارټونو يا بالونو به له لوبغاړو سره خواري وكړي.
د افغان لوبډلې تېز بالر حميد حسن هم ويلي چې له هند سره په لوبه كې يې ډېر څه زده كړي او راتلونكې لوبې ته به سخته خواري كوي او دا لوبه به ګټي.
په چهار شنبه د افغانستان په وخت د ماښام پر لس بجې به د سي ګروپ وروستۍ لوبه د افغانستان او جنوبې افريقې تر منځ ترسره كيږي، په دوى كې كه هره لوبډله لوبه وګټي نو سوپر ۸ لوبډلو ته به وځي.
د جنوبې افريقې لوبډله:
د جنوبي افريقې د كركيټ ملي لوبډله د نړۍ يو له ښو لوبډلو څخه ده، دا هېواد د آى سي سي، پوره غړى دى، يانې د ټيسټ او يو ورځنۍ لوبو سټېټس لري.
د دوه زره نهم كال د اكتوبر تر درېيمې پورې يې ۳۴۴ ټيسټ لوبې كړې وې، چې په هغوى كې يې ۱۲۰ يانې نژدې ۳۵% سلنه ګټلي دي.
همدارنګه يې تر دې نيټې ۴۲۶ يو ورځنۍ لوبې كړي چې ۲۴۶ يې په كې ګټلي چې نژدې ۶۲ سلنه جوړوي.
د جنوبي افريقا لوبډله ډېره پياوړې ده، او تېز بالران يې په نړيواله كچه پيژندل شوي دي، خو د دې لوبډلې په اړه په زړه پورې دا ده چې هر وخت تر پايلوبې يا نيمه پايلوبې ځان رسوي، خو د نړيوال كپ په ګټلو كې پاته راځي.
دې لوبډلې د ۲۰۰۶ د مارچ پر ۱۲ مه نېټه له اسټراليا سره په يوه ورځنۍ لوبه كې د ډېرو منډو نړيوال ريكارډ ټينګ كړ، دا لوبه چې د نړۍ په كچه تر ټولو ښه يوه ورځنۍ لوبه بلل كيږي جنوبي افريقې په كې په ۴۹.۵ اورونو كې ۴۳۸ منډې جوړې كړې.
په نړيوالو شل اوويزو لوبو كې دا هېواد تر دې مهاله ښه لوبېدلى دى، په ۲۰۰۷ كې تر سوپر اته پورې ورسېدى، او تېر كال تر منځنۍ پايلوبې پورې رسېدلى و.
لوبغاړي:
۱_ ګريم سميت، د لوبډلې كپتان دى ، پرانيستونكى او چپ لاسى بېټسمېن دى.
۲_ جاكويس كاليس، ښى لاسى بېټسمېن دى، تېز او كرار بالينګ هم كوي.
۳_مارك بوچر، ښى لاسى بېټسمېن او ويكيټ ساتونكى هم دى.
۴_ هرسچل ګيبس،هر اړخيز لوبغاړى دى، ښى لاسى بېټسمېن او ليګ سپين بالر دى.
۵_ چال لانګيويلدت، تېز او منځنى بالر دى.
۶_ ډېل سټين، تېز بالر دى.
۷_جون بوټا، هر اړخيز لوبغاړى دى، ښى لاسى بېټسمېن او آف بريك بالر دى.
۸_ جي پي ډوميني، ښى لاسى بېټسمېن او ښى لاسى آف بريك بالر دى.
۹_ اې بي دي ويليرز، ښى لاسى منځنى بالر دى.
۱۰ _ البي موركل،هر اړخيز لوبغاړى دى، چپ لاسى بېټسمېن، او ښى لاسى منځنى او تېز بالر دى.
۱۱_ لوټس بوسمن، ښى لاسى بېټسمېن دى.
۱۲_ مورن موركل، ښى لاسى تېز بالر دى او كله كله بېټينګ هم كوي، په بېټينګ كې چپ لاسى دى.
۱۳_جون ترون، تېز بالر دى، ښى لاسى بېټسمېن دى.
۱۴_ روري كلينويلدت، ښى لاسى بېټسمېن او چپ لاسى بالر دى.
۱۵_ رويلوف وان دير مرو، هر اړخيز لوبغاړى دى.
د جنوبي افريقا د لوبډلې روزونكى كوري وان دى.
د كركيټ څارونكي وايي كه چيرې افغان لوبډله هغه تېروتنې و نه كړې چې له هند سره يې په لوبه كې كړې وې، او يا هم تر پچې ګټلو وروسته لومړى جنوبي افريقا بېټينګ ته راوغواړي، كېداى شي له دوى سره ډېره مرسته وكړي.
څارونكي دا هم وايي كه چيرې دا ځل بېټسمېنان لږ په ارامه لوبه وكړي او په لومړي سر كې تېزو بالرانو ته بالينګ وركول شي ډېره به ښه وي.
دا ښكاره خبره ده چې لوبډله به د لوبې تر مهاله پر هغو نويو تجربو تمرين كوي چې دوى ورسره د هند په لوبه كې مخ شول، همدارنګه به دوى ته دا ځل دا ډول لوبغالى او يا هم دا خبره نوې نه وي چې ګواكې د لومړي ځل لپاره د يوې سترې لوبډلې او يا د كېمرو په وړاندې لوبه كوي، ټوله نړۍ يې ګوري او يا هم په لوبغالي كې ستايونكي نه لري.
خداى پاك دې دا ځل برى زموږ د لوبډلې كړي
راځئ په ګډه دعا ورته وكړو.
كه چېرې نوروز منگل د تېرې لوبې تېروتنې تكرار نه كړي يعنې وړ بالرانو لكه شاپور ځدراڼ او حميد حسن څخه ډېره ګټه واخلي نو ددې امكان شته چې لوبه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېږي.
دافغانستان خلکوته دافتخارځای دی چه نن یی په نړی کښی بیرغ رپیږی الله ډیرلوی دی ان شاءالله زمونړټیم به نورهم مخکښی ځي ، پدی لوبه کښی باید افغانان دتیرشوی لوبی غلطیانوته ډیره توجه اوپه استقامت لوبه وکړی ، ان شاءالله امید لروګټه دافغانستان په برخه ده دعاګانی به ورته کوو الله مو کامیاب اوسرلوړی لره.
i was very happy when i saw the aghan national team playing against a storng team like india this was thier first time with a strong team they will win INSHALLAH
سلامونه او نیکی هیلی!
لاس په دعا یو اودډیرو دعاګانو د لاسه مو شیخی ته لاس اچولی تر څو افغانستان افریقا په ګونډو کړی ستاسی د بریا او همغږی په هیله
سلامونه اواحترامات سروش صاحب تاسو او دلراوبر د درنې ویب پاڼې کارکونکو او مینوالو ته سلامونه او نیکی هیلی ډالۍ کوم .
لوی خدای دی وکړی چی افغان لوب ډله جنوبی افریقا ته ماته ورکړی او دادافتخار ګل دافغانستان په شمله کی وټومبی ،او څښتن دی دافغانانو داستر ارمان پوره کړی چی دخپل جګړه ځپلی او له هرسهولته محروم هیواد دلوبډلی اتلان دنړیوالو لوبو په ډګر کی ووینی .
حکمت سروش صاحب له تاسو هم یوه دنیا مننه کوو چی دوطن پالنې او خپلې لوبډلې سره دمینی دجذبې له مخی تازه تازه او پر خپل وخت خبرونه خپروی .
م. زابلوال
ځوانانو راسئ ريشتيا ووايو .
په دې دېرش کاله افغانانو په خاص ډول پښتنو دونه خوشالي نه وه کړې لکه دا څو کاله چي يې د ملي لوبډلي هري لوبي ته کوي . ملي لوبډلي خپل ولس ته تر هر واکمن ، هر زورور او هر بل افغان ډيره خوشالي ورکړې ده . په اړه يې په مجلسونو کي خبري وکړئ او مينه وال يې نور هم زيات کړئ ، نوروز منګل راته ويل چي که د ولس دغه مينه نه وائ موږ به څو کاله مخکي لا د واکمنو د بې غورۍ له وجي لوبه پرې اېښې وای .
د ملي لوبډلي هر اتل دي پوه وي چي د ولس په زړونو کي ځای لري !
salamona aw neke hele tolo serlawri pakhtanow ta, dowah kawi sinshaallha barai zamong po hila dai, allah de pakhtoon po her maidan ke serlawri lari.
سلامونه، کور مو ودان چې د خپلې ملي لوبډلې په پرمختګ کې ونډه اخلﺉ او لیکنې کوﺉ.
د لروبر چلونکو هیله ده چې د افغانستان او سویلي افریق د لوبې وخت بدلون ورکړﺉ تاسو زما په اندسم نه دی لیکلی.
مننه او بریالي اوسﺉ
dowa war ta kawo allah de kamyaba ki che po khoshala sara da wraz po khpalo korono ki walmanzo manana lar aw bar wibsat na
نړۍ کي هر ځای چي افغان وي
سلام دي تود زما ور روان وي
لپي به پورته کړو مو لا ته
چي مو ځوانان ټول اتلان وي
دکرکټ يوورځنۍ نړيوال کپ کي د نړۍ يو د قوي ټيمونو څخه دپاکستان ملي لوبډله وه،چي دايرلنډ لوبډلي څخه يې ماته په نصيب سوه او ددې سيالۍ څخه بهر سوه،نو زموږ او ټولو افغانانو د دوعا په برکت به سبا ته افغان لوبډله دې ته چمتو سي چي سوېلي افريقا ددې ټورنمنټ څخه بهر کړی او سپر ٨ ته لاره ومېندي،انشاالله رحيم رېشا
salamona wa neke hele worora satase sahwa shwe yee da afgnistan o africa loba da afghnistan pa taqreba 1:30 hom bad shoro kege momken 1:30 o momken 2:30 baje shoro she o satase khpala hom pre ghwar wa kre manana
Salaam wa Tolo Afghanano ta,khudai di hamesha khush hallah aw abad walari.na tanha zma dapara balkay da tolo afghanano da para da yaw dasi ehsas wo che makhki es kala nawo rata paida sawai hagha wakht che ma khpal da watan ATALAN da donya pa har sprot channel ki walidal storgo ki me oshki raghlay kasa ham afghan nano hagha loba wabaila kho da zmosh dapara yaw loi eftikhar dai mosh khpal pa ATALANO Wyadho aw hamesha kamyabi ghwadho da Khudai Pak Sakha,Zmush dua gani hamesha orsara di aw INSHALLAH dai ba kamyaba si wali che dai wakiyan ham diar zahmat kashe kho bekhe dair khush hallah yam mush tola ba duagani orta kawo aw hamesha khush hallah hosay staso woror Ahmad Sohail.L
سلامونه درنو کتونکو او کاروکوونکو
یوه خبره خوداده چی دشپی لس بجی نه بلکی یوه نیمه بجه به لوبه شروع کیږی
اوبل داچی دعاوی ورته کوو دخیره سره انشاء الله ګټی به یی او که نه ښه لوبه خوبه ورسره وکړی
دافغانستان دبری په هیله
سلامونه او نیکی هیلی ټولو افغانانو ته
د لوی او بښونکی خدای ج څخه افغانستان ته دصلح او ثبات هیله لرم .
دا ډیر د ویاړ ځای دی چی د افغان ملی ټیم په دی بریالی شو تر څو په نړيوالو شل اوريزو سياليو برخه واخلی
د ټولو مومنین ملت څخه دا هیله لرم چی زمونږ قهرمان تیم ته لاس په دعا شی او د بری دعاوی ورته وکړی لوی الله دی افغان ملی تیم بریالی کړی
امین یارب العلمین
حکمت کابل
http://www.afghanunion.blogfa.com
Do toolu Afghanano na da Hela kum chi da Afghanistan da cricket team ta Da Allah pak na da kamyabye duwa wakry, Hamin
دا زموږ د پاره ډیر څه دي چي د افغانستان بیراغ په نریوالو سیالیو کي ځلیږي او الله دي کاميابه ولري