د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په کندهار ولايت کي ځانمرګى تر بريد دمخه نيول سوئ دئ.
د کورنيو چارو له وزارت څخه خپره سوې اعلاميه وايي د عبدالخالق په نوم دغه نيول سوي کس اقرار کړئ چي د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي يې روزنه ترلاسه کړې او له هغه ځايي د حملې دپاره رالېږل سوئ دئ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر داسي مهال د ځانمرګي بريدکوونکي د نيولو خبر ورکوي، چي له يوې خوا په زرونو امريکايان په کندهار کي د طالبانو پر ضد د عملياتو دپاره تيارى نيسي، او له بلي خوا د طالبانو حملې او چاودني زياتي سوي، خو تر منځ يې د کندهار اوسېدونکي واښ او غوزى پاته او په تشويش اخته دي.