د هلمند په لښكرګاه كي د مخدره توكو پر ضد د فوټبال يو ټور نمنټ پيل سو چي پكي (۲۲) لوبډلي برخه لري او (۸) ورځي به دوام وكړي .
وروزشي چارواكو وايې چي لوموړۍ سيالي د (الف ) له ګروپ څخه اتفاق او ازاد لوبډلو تر سره كړه چي درې پر يو د اتفاق په بريا پاى ته ورسېده .
او د (ب) له ګروپ څخه استقلال او هيواد لوبډلو سيالي وكړه چي يو پر صفر استقلال ازاد لوبډله له مخي لري كړه . زموږ همكار عبدالودود هجران هم دغو سياليو ته ورغلى وو او له هغه ځاى څخه يې موږ ته رپوټ رالېږلى دى .
د هلمند په مركزي كرزي لوبغالي كي تيره روځ د فوټبال يو اته ورځنى ټورنمټ په داسي حال كي پيل سو چي هوا ډېره سړه وه او ورزشكاران يې په لوبه كي له ستونزو سره مخامخ كوله .
دغه ټورنمټ د نشيې توكو پر واندي پيل سوى دى .
دغو سياليو ته د لښكرګاه او هلمند له ګڼو ولسواليو څخه په سلګونو ننداره چيان راغلي وه او لوبه يې په خورا چكچكو او تشويق بدرګه كوله .
ددغه ولايت ورزشي امر غلام غوث داوري وويل چي په پيل سوي ټورنمنټ كي (۲۲) لوبډلي برخه لري او لوړي سيالي يې د (الف) له ګروپ څخه د اتفاق او ازاد تر منځ پيل سوه چي درې د يوه په وړاندي اتفاق ازاد لوبډله له ډګره وايستل .
د (ب) له ګروپ څخه استقلال او هيواد سيالي وكړه چي يو د صفر په وړاندي استقلال هيواد لوبډله له مخي لري كړه .
ښاغلي داوري زياته كړه چي په نژدو ورځو كي به لس نور ټورنمټونه په بېلا بيلو برخو كي پيل سي .