نن سهار دکندوزپه ښار توغندي وتوغول شول ، چې دکندوز دامنيت يوتن امر سمنوال عبدالرحمن په خبره توغندي دزاخيلوپه سيمه کې لګيدلې چې دوه ملکې وګړې يي ټپيان کړيدي .
همداراز دکندوز دسمييز روغتون يوتن ډاکټر دنوم دنه ښوولو په شرط ويب پاڼې ته وويل : چې دوي ته تراوسه يوټپې راوړل شوي ، هغه زياته کړه چې ټپې شوي د کندوز ښار شمال لويديځ کې پرته دزرخريد په سيمه کې د دغنمو دلو پرمهال دتوغندي په پرخچه لګيدلې چې پښه يي جوجو ده هغه دټپې روغتيايي حالت په اړه ډير څه ونه ويل ولې زياته يي کړه دعمليات وروسته به بشپړحال معلوم شئ .
ددغه بريد پړه تراوسه هيچا په غاړه نده اخيستې او دکندوز سمييزوچارواکو هم تراوسه پورې په دي اړه ډير څه ندي ويلې .