کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دامریکایی پوځیانو ځان وژنې ، دپوځی کړیو اندیښنې

دامریکایی پوځیانو ځان وژنې ، دپوځی کړیو اندیښنې

ژباړه اوترتیب :   محب الله وثیق


له جګړې څخه دراستنیدونکو امریکایې پوځیانو دځان وژنې دډیروالی او په روانی او نفسیاتی ناروغیو دپوځیانو داخته کیدلو وضعیت  په لویدیځ او په ځانګړی توګه  په پوځی کړیو کی خورا زیاتې اندیښنې راولاړې کړې ، هغه حقیقتونه چی تر ډیره وخته پټ ساتل کیدل اوس یې د راولاړوستونزو دحل په لارو چارو  دامریکایې چارواکو له لوری په ښکاره غور کیږی .


څه موده مخکي امریکایي قومندان (سټیفن ټاونسنډ) دکنټاکي ایالت دفورټ کامبل په پوځي اډه کي دهوایي ځواک د(۱۰۱) نمبر فرقې دزرګونو پوځیانو یوه ستره غونډه په دې موخه راوبلله چه وښیی دجګړې له ډګر څخه دستنیدونکو پوځیانو،دانتحاراوځان وژني کچه په بې ساري توګه زیاته شوې ،او نوره هم لا پرمخ روانه ده ،نوموړی وویل : داډول وضعیت نور دګاللو نه دی .


داسوشیېټد پریس خبری اژانس دنوموړی قومندان له خولې لیکی چه : نورباید داسی ویرجنو اوغم لړلو پیښوته دپای ټکی کیښودل شي اوسرله اوسه بایددځان وژنی بهیر قابو،اودمخنیوی لارې چارې یې وسنجول شي .


د لویدیځوالو شنونکودسروې ګانو دراپورونو له مخې ، په تیر ۲۰۰۹م کال کی یواځی دفورټ کامبل په پوځی اډه کی ۲۱ پوځیانو خپل ځانونه وژلی وو، خوپه روان میلادی کال کی دځان وژونکو پوځیانوشمیر تر ۱۶۰ تنه اوښتی .چه دا له ۱۹۸۰م میلادی کال راهیسی ترټولوزیاته شمیره ده .


روانی اونفسیاتی ناروغۍ


همداراز دجګړې له ډګر څخه دستنیدونکوپوځیانوزیاته شمیره په راز راز روانی اونفسیاتی ناروغیو اخته شوی . دفورټ کامبل دپوځی روغتون مشر(ریچارډټوماس)چه دروغتون حالات له نژدې څاري وایی چې ،جسمانی ټپونه اوروانی ناروغۍ دزیاتره ستانه شویو پوځیانو دمړېنی لامل ګرځی .


دامریکا دپوځی ورځپاڼی(آرمی ټایمز) دراپور له مخی  دهغو پوځیانوشمیرچه په روغتون کی ترتداوی لاندی دی دتېرکال په پرتله ۶۰٪ سلنه لوړشوی دی .


دښځوپه خلاف ترینګلتیا


دامریکاپه متحده ایالاتوکی په یوه تازه خپاره شوی کتاب کی داخبره په ډاګه شوې چه له تیروپنځه کلونوراهیسی زرګونه امریکایی ښځې دخپلومیړونوله لوری چې ،د جګړې له ډګرڅخه ستانه شوی ، وژل شوې اوپه راز راز شکنجو ربړول شوې دی . په دغه کتاب کی چه د(ګوښه شوی پوځی ) تر نامه لاندی لیکل شوی ، په روانی ناروغیوداخته کسانوله لوری دښځو دوژنې د زیات شمیر پیښو یادونه شویده .په نوموړی کتاب کی دی ټکی ته اشاره شویده چه تراوسه په نړۍ کی لویدیځ ته دورپیښو زیانونو په اړه دتېرایستنی او تجاهل یوه فضاخوره وه ، خو اوس دورته پیښوشمیر دومره زیات شوی چه ورڅخه سترګی پټول ناشونی کار دی .


په ټولنیز تاوتریخوالی کی زیاتوب


امریکایی ورځپاڼه دکتاب دلیکوالی (هیلین بنډیکټ) له خولی لیکی چه لسګونه امریکایی ښځی په بیلابیلو ډولونو دمرګ کومی ته اچول کیږی .ځینی یی سوځول کیږی ،په دارځړول کیږی اوسرونه ځنی پری کیږی .همدا راز زیاتره امریکایی ښځی په اصطلاح دتروریزم ضد جګړې څخه دهغوی دمیړونو دستنیدوپه مهال تر تیغ ایستل کیږی .امریکایی لیکوالې دی خبرې ته هم اشاره کړیده چې ،دنوموړو ښځوشمیر دهغو زرګونو انتحاری پوځیانودشمیر برابر دی چه په جګړه کی له ونډې اخستلو وروسته یی ځان وژنه کړیده .


همدارنګه د(ومینز ای نیوز) شبکی یوکتاب خپورکړی اوداخبره یی پکښی په ګوته کړیده چه دپخوا په پرتله دامریکی د جګړه مارانوترمنځ لانجې اوشخړې  خپل تاریخی پوړ ته رسیدلی چې، لامل یی له اضطراب اوستومانی څخه راپیداشوی  هغه غوسه ده چې قابو کول یی ناشونی کار،بلکه ډیرځله انسان دمرګ کندی ته وراچوی .


دشنونکو په اند دامریکایی چارواکو د ډير و هلو ځلو او زیاتو لګښتونو سره سره بیا هم له جګړې د راستنیدونکو پوځیانو دځان وژنی هڅې په زیاتیدو دې او ورځ تر بلې داشمیره زیاتیږی .