سرنوشت :
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم د ولسمشر كرزي د سولې په هڅو بحث كړې او پدې ترڅ كې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې د ښاغلي كرزي دواړه مرستيالان له مخالفينو سره د سولې د خبرو په برخه كې دلچسپي نلري.
ورځپاڼې په عينې حال كې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي په سفر هم تبصره كړې او ليكلي، چې ددې سفر يو اساسي هدف له طالبانو سره د خبرو لپاره د امريكا د ملاتړ ترلاسه كول دي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بيان او رسنيو د ازادي په موضوع بحث كړې او ليكلي، چې دا يوه داسې لاس ته راوړنه ده، چې بايد ضايع نشي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او ليكلي، چې ددې سفر لپاره تيارۍ روانې دي او ښاغلي كرزي اړوندو ادارو ته دنده سپارلې، چې په بيلابيلو برخو كې د افغانستان لومړيتوبونه جوت كړي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ددې خبرو لپاره، چې هره طرح جوړيږي هغه بايد په بشپړ ډول پر ملي بنسټو ولاړه وي او هدف يى هم د چارو افغاني كول وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ولسي جرګې راروانو انتخاباتو ته كتنه كړې او له خلكو يى غوښتي دي، چې دا ځلې دې دې جرګې ته هيواد پال او صادق استازي انتخاب كړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا له طالبانو سره د خبرو په اړه د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې څرګندونې راخستې او د هغې په حواله يى ليكلي،چې له طالبانو سره د پخلاينې لپاره پخپلو شرطونو ټينګار كوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ناټو په فعاليتونو هم انتقاد شوې او ليكل شوي، چې دوى نه په افغانستان كې د پاتې كيدو او نه هم د وتلو لپاره كومه ستراتيژي لري.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بيان د ازادۍ په موضوع بحث كړې او پدې برخه كې شتو ځينو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې ددې پديدې د بنسټيزه كولو لپاره د دولت او رسنيو لخوا لا زياتو هڅو ته اړتيا لري.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په پاكستان كې د تښتول شوي افغان سفير د خوشې كولو په برخه كې كه له يوې خوا پاكستان په دوه مخۍ تورن كړې، له بل لوري يى په افغان حكومت هم انتقاد كړې، چې پدې برخه كې له بې پروايي كار اخستې دې.
ورځپانې په كندهار كې د پيليدونكو عملياتو په اړه په يو مطلب كې ليكلي، چې اوس ددغو عملياتو بڼه بدليږي.
خو په ورځپاڼه كې د مارجې د خلكو په ستونزو هم بحث شوې او ليكل شوي، چې د مارجې خلك دا ځلې د نا امنيو له كبله كډوال كيږي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بيان او رسنيو د ازادۍ په موضوع بحث كړې او پدې برخه كې شوي پرمختګونه او شته ستونزې څيړلي دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ترورستي پيښو د زياتوالي مسئله څيړلې او پدې برخه كې د خلكو انديښنو ته كتنه كړې.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د بيان د ازادۍ موضوع ته ځانګړې كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې د بيان د ازادۍ ملاتړۍ دولت د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي عامل دې.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د ملي شورا راروانو انتخاباتو ته كتنه كړې او ليكلي، چې خلك د موجوده ملي شورا كړنو ته په پام سره له راتلونكې شورا نه ويره لري.
په ورځپاڼه كې د كندهار د عملياتو په اړه د يو شمير خلكو نظرونه هم راخستل شوي، چې پكې له دې عملياتو سره مخالفت ښودل شوې دې.
واشنګټن پوسټ او ټايمز نړيوالو ورځپاڼوپه خپلو نننيو گڼو كې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو موضوع څيړلې ده.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه خپلې روستۍ ګڼې کې رپوټ ورکوي، چې د ولسمشرکرزي سلاکارانو ویلي دي، چې له جمهوررییس اوباما سره د ولسمشر کرزي د کتنې یواصلي هدف دادی، چې د کابل کنفرانس ته د طالبانو د مشرانو د بلنې په اړه د امریکا د ولسمشر ملاتړ ترلاسه کړي.
د کابل د سولې کنفرانس امریکا ته د ولسمشر کرزي د سفر له امله ځنډول شوی دی.
ورځپاڼه لیکي سره له دې، چې ولسمشر کرزی له طالبانو سره په سیاسي معاملې کې له احتیاطه کار اخلي.
په کابل کې ديپلوماتان وایي، افغان ولسمشر د طالبانو له قوماندانانو سره انفرادي خبرو او له اسلامي حزب سره روغې ته لیواله دی.
له طالبانو سره د لوړې سطحی خبرې ځکه اوس هم لیرې بریښي چې د کرزي په حکومت کې دننه په دی هکله اختلافات شته دی، امریکا هم اندېښنه لري او داسې نه ښکاري، چې طالبان به دغه ډول خبرو ته حاضر وي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ وایي د کرزي په حکومت کې دننه له طالبانو سره د خبرو او په حکومت کې هغوي ته د ونډې ورکولو په اړه ژور اختلافات شته.
په کابل کې یو لویدیځ دیپلومات ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د کرزي دوو مرستیالانو فهیم او خلیلي په روستیو ورځو کې له طالبانوسره د پخلاینې مخالفت کړی دی او ویلي دي، چې که طالبان په حکومت کې د پښی ځای پیدا کړي نو ولسمشر به ووژني.
ټایمز:
د ټایمز ورځپاڼې ورځپاڼه بیا په افغانستان کې د جرمني د پوځي ماموریت په اړه لیکي، چې جرمني عسکر له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان په شمال کې د طالبانو خلاف په مخامخ جګړې بوخت دي.
د افغانستان د کندز، تخار، بدخشان او بغلان د ځینو سیموامنیتی وضعه په دی وروستیو کې ناوړه شوی ده .
په تېری اپریل میاشتې کې د توحید د عملیاتو په ترڅ کې سخت جنګونه وشول، چی په نتیجه کې یي اوه جرمني عسکر ووژل شول.
د جرمني د دفاع وزیر کارل تیودور زو ګوتنبرګ تېره اونۍ د نویو او لویو خطرونو خبرداری ورکړ، چې جرمني ځواکونه باید ورته تیاروي.
ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې وروستۍ نظر پوښتنې ښیي، چې په سلو کې ۶۲ جرمنان په افغانستان کې د خپلو پنځو زروعسکرو د ماموریت مخالف دى.