پرون دشپي په لسو بجوباندي ددنيا دكريكيټ ددوه وتلو لوبډلوترمنځ دكريكيټ يوه په زړه پوري لوبه ترسره شوه چي ډيرليدونكي يي درلودل دالوبه د استراليا او پاكستان هيوادونوترمنځ وه چي بچه استراليا وګټله اوپه خپله يي په منډو جوړولوپيل وكړو استراليا واقعا ډيره ښګلي لوبه وكړه اوترپيځوسومنډوپوري يي هيځ لوبغاړي دلاسه نه وو وركړي په 51 منډه يي اولين لوبغاړي وارنر په 26 مندو وسوزيده داستراليا په لوبډله كي شين واټسن 81 او ديويټ هسي په 29 بالونو باندي 53 منډي وكړي چي په لسم اور كي يي دري سر بله پسي شپږيزي ووهلي چي دخلكوپه تودو چكچكوبدرګه كيدي ددي لوبي خوندنورهم ځلوريزو اوشپږيزو زيات كړو چي په ټوله لوبه كي داستراليا لوبډلي 11 شپږيزي او14 ځلوريږي ووهلي.
بالاخره استراليا دلسو نفرو په سوزيد باندي 191 منډي جوړي كړي او پاكستان ته يي د192 منډو هدف وټاكه په اخري اور كي داستراليا پنځه لوبغاړي د پاكستان له لوري وسوزيدل.
وروسته دپاكستان منډي جوړونه شروع شوه اوشروع يي خوندوره نه وه ځكه دپاكستان تكړه توپ وهونكي اكمل په دوهم بال په صفرباندي وسوزيده چي دوي ډيرحساب پري كاوه دپاكستان دوهم تكړه لوبغاړي سليمان بټ په ځلورم اوركي په 15 منډو وسوزيده چي دا هم دپاكستان لپاره يو بد زيري ووبلاخره حفيظ په 5 اوركي په 12 منډو ،عمراكمل په اتلسو منډو وسوزيده پاكستاني لوبغاړي ډيرژر ژريوپه بل پسي وسوزيدل اوپه 70 منډو كي يي خپل 4 لوبغاړي له لاسه وركړي وو.
وروسته شاهد افريدي راووت چي ډيره ښكلي لوبه يي وكړه اوده غوښتل چي خپله لوبډله دبريا خواته بوځي په 24 بالونو يي 33 منډي وكړي اوبلاخره وسوزيده وروسته عبدالرزاق راووته په دوه بالونويي يوه منده وكړه اووسوزيده ، مصباح هم چي ډيره ښكلي لوبه يي وكړه او دافريدي سره يي ښه شراكت درلود په 41 منډو وسوزيده وروسته محمد امرپه دوه منډو وسوزيده ، فواد عالم په 16 وسوزيده اوبلاخره په اخري اور كي دپاكستان دوه نورلوبغاړي هم وسوزيدل چي دلسو لوبغاړو په سوزيدو باندي يي په 20 اورونوكي ونه شوي كړي چي وركړي هدف پوره كړي اود157 منډوپه كولو دميدان څخه په ارمان كي ووتل .