د پكتيا ولايت د ټولګټو چارو رئيس دپلوم انجنير عبدالله (درانى ) وايي چې سږ كال به د408 كيلومتره سړكونو ډېرى برخه چې دپكتيا مركز ګردېز له اړوندو ولسواليو سره نښلوي چارې به يې بشپړاو ګټې اخيستنې ته به وړاندې شي . دى وايي چې ديادو سركونو د يوې برخې چارې بشيړې شوې هم دي او پرنورويې لاهم كار روان دئ .
خو د يوشمېر رغول شويو سركونو ټيټ كيفيت د سيمې اوسيدونكي اندېښمن كړي وايي چې درغولو يې لاپنځه مياشتې نه دي تېرې شوي خو ډېرى برخې يې نړيدلي اودبيا ترميم له پاره يې اړتيا ليدل كيږي .
دپكتيا ولايت د ټولګټو چارو رئيس چې كابو دوه مياشتې وړندې په دنده ګمارل شوى د خلكو اندېښنې مني دچارو څخه پروخت نه كنترول او د ژمي په يخنۍ كې كريړاچول د كارد ټيټ كيفيت لاملونه بولي زياتوي چې دولايت مقام د فوايدې عامې رياست په ګډون يو ه مسلكي كارډله ګمارلې ترڅو دسړكونو له پروژوڅخه پروخت څارنه وكړي او شركتونه د معياري چارو ترسره كولو ته اړباسي .
دغه سړك چې تاسو يې وينۍ ګردېز د دغه ولايت داړونده نهو ولسواليو سره نښلوي اوپه دغه ولایت کې د یوشمېر سرکونود رغولو چارې څو بېلابيلو شركتونوته وركړل شوي چې ځينى يې دسړكونو د معياري رغولو وړتيا نه لري .