کور / تازه خبرونه / هندوستان جنوبي افريقا ته ماته ورکړه

هندوستان جنوبي افريقا ته ماته ورکړه

د ټي ټونټي کرکيټ په نړۍوالو سياليو کي د هندوستان او جنوبي افريقا تر منځ لوبه د هندوستان په ګټه پاى ته ورسېده.
پچه جنوبي افريقا وګټله او هندى لوبډله يې بيټينګ ته ودروله. هندوستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٦ منډي جوړي کړې.
که څه هم د لوبي په پيل کي جنوبي افريقا د هند دوه لوبغاړي ژر وسوځول او هندوستان يې وراخطا کئ، خو سورېش رانا او يووراج سنګ ډېره ښه انډيوالي وکړه.
د هند دوه لوبغاړي مورلى ويجى پر اول بال او دينېش کرتيک پر ١٦ منډو پرله پسې وسوځېدل.
سورېش رانا سليزه جوړه کړه او د ١٠١ منډو په جوړېدو وسوځېدئ، خو يوراج سينګ ايله ٣٦ منډي جوړي کړې. يوسف پټان تر ١١ منډو وروسته وسوځېدئ او کپتان مهيندرا سنيګ ډوني ١٦ منډي جوړي کړې چي شل آورونه پوره سول.

د جنوبي افريقا لوبډلي په ټاکل سويو شلو آورونو کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډي جوړي کړې، چي په دې حساب يې د افغانستان په څېر لومړۍ لوبه وبايلله.
هندوستان بېله شکه د دې مسابقو د اتو غورو لوبډلو په کتار کي راغئ، خو د افغانستان او جنوبي افريقا لوبه که هري غاړي وګټله د اتو غوره لوبډلو په کتار کي به ودرېږي.