د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي د امريکا په سفارت کي اور بل سوى او د اور وژني له ادارې څخه يې د مرستي غوښتنه کړې ده.
تازه راپورونه وايي د اورژني څو موټران د امريکا سفارت ته رسېدلي او اور يې قابو کړى دئ.
بلي خوا ته د سفارت وياند وايي دا يو معمولي اور لګېدنه وه چي چاته يې تاوان نه دئ رسولئ، خو د اور لګېدني علت يې نه دئ په ډاګه کړئ.