د افغانستان د كركيټ د ملي لوبډلې تكړه لوبغاړي ښاغلي ريس احمدزي نن لر او بر ته وويل چې د ټولو لوبغاړو مورال ډېر ښه دى.
ده زياته كړه چې كله هند لوبه وګټله ډېر خپه وو، ځكه موږ نه غواړو چې لوبې وبايلو، ده دا هم وويل چې موږ په دې بيا ډېر خوشاله يو چې زموږ ټولو لوبغاړو ډېره ښه لوبه وكړه.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب كې چې له جنوبي افريقې سره به يې لوبه څنګه شي، وويل چې انشالله له دې هېواد سره به مو لوبه نوره هم ښه وي.
كه څه هم تېره ورځ افغانستان لوبه وبايلله، خو د لوبغاړو ډېره ښه لوبېدنه د ټولو خلكو پام ورواړاوه.
د لوبې پر مهال او وروسته په ډېرو نړيوالو رسنيو كې د افغان لوبغاړو په اړه خبرې شوي دي، دوى په يوه خوله افغان لوبغاړي ستايلي او دا يې ډېره حيرانونكې بللې ده چې د افغانستان غوندې يوه هيواد څخه دا ډول تكړه لوبغاړي څنګه راوتلي دي.