اسټرالوى كركيټ پوه او د لوبې وياند ګرېكچپل وايي چې افغانان ډېره په زړه پورې لوبه كوي، دى وايي چې زه د افغانانو د اوسېدو له هوټل سره نژدې اوسيږم هره ورځ دوى وينم، د دوى له رويې داسې مالوميږي چې دلته د ميلې لپاره نه دي راغلي يوازې د كركيټ او ګټلو لپاره راغلي دي.
دى همدارنګه وايي چې دا زما لپاره ډېره حيرانونكې ده چې افغان لوبغاړي د يوې نوې ډلې په سويه نه بلكې د هند غوندې د سترې او زورورې لوبډلې په معيار لوبه كوي.
دى دا هم وايي چې د افغان لوبغاړو رويه ډېره مثبته ده، په ذهني توګه ارام دي او د هند د لوبغاړو تر تاثير لاندې نه راځي.
پاكستانى وياند او كركيټ پوه رميز راجا د افغاني لوبغاړو په اړه وايي چې افغان لوبغاړي دلته د سيالۍ او مقابلې لپاره راغلي دي، نه د دې لپاره چې د خپلې خوښې هندي لوبغاړو سره وويني.
د پاكستان لوبغاړي هم د لوبې نندارې ته راغلي دي او د افغان لوبغاړو لوبې ته حيران ګوري .
وېډيو :