کور / تازه خبرونه / شبېه په شېبه د هندوستان د بيټينګ حال

شبېه په شېبه د هندوستان د بيټينګ حال

هندوستان له افغانستان څخه په اوو ويکيټونو وګټله.
هندوستان اتو منډو ته اړتيا لري چي په ٣٤ بالونو کي يې بايد جوړي کړي.
ايم ويجى د حميد حسن په بال د شاهپور ځدراڼ په کېچ اوټ شو.
هندوستان پر افغان لوبغاړو فشار ډېر کئ، ١٠١ منډي يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو جوړي کړي دي، په ٤٢ بالونو کي ١٥ منډو ته اړتيا لري.
هندوستان په ٤٨ بالونو کي ٢٨ منډو ته اړتيا لري، اته لوبغاړي يې لا پاته دي.
حميد حسن ويلي وو چي يوراج به اوټ کړي. (يا خدايه دا ارمان خو يې پوره کړې)
يوراج سينګ بيټينګ ته ودرېدئ، حميد حسن يې مخته لکه دېوال ولاړ دئ.
حميد حسن بالينګ ته ودرېدئ. حميد حسن په بالينګ کي نړۍ وال نوم لري.
هندوستان ٦٥ منډي جوړي کړي دي.
کريم صادق بالينګ ته ودرېدئ.
هندوستان ٥٤ منډي کړي دي، په ٧٦ بالونو کي ٦٢ منډو ته اړتيا لري.
هندوستان ٤٩ منډي جوړي کړي دي، دوه لوبغاړي يې سوځېدلي دي.
هندوستان ته په ٨٤ بالو کي ٧٦ منډي په کار دي.
سوريش رانا د سمېع الله شينواري له خوا وسوځل سو، سورېش رانا د هندوستان په آى، پي، ايل لوبو کي يو له ځلېدلو ستوريو څخه وو. دى په آى، پي،ايل کي د چيناى سوپرکينګ په لوبډله کي لوبېدئ، د دوى لوبډله په آى، پي، ايل لوبو کي اوله سوه.
سمېع الله شينوارى بالينګ کوي، هندوستان ٤٥ منډي جوړي کړي دي، يو نفر يې سوځېدلى دئ.
هندوستان ۲۸ منډې جوړې كړي او محمدنبي بالينګ ګوي
هندوستان په څلورو آورونوکي ٢٥ منډي جوړي کړي دي.
د هندوستان ګوتم ګمبير سوځلئ، ١٩ منډي يې جوړي کړي دي، دريم آور روان دئ.
ګوتم ګمبير د دولت احمدزي په بال د سمېع الله شينواري په کېچ اوټ سو. کوتنبرګ د هندوستان اوپنر او يو له تر ټولو تکړه لوبغاړو څخه دئ.
سمېع الله شينواري ډېر ښه بال ونيوئ.
هندوستان په دوو آورونو کي ١٩ منډي کړي دي.
شاهپور ځدراڼ د رنګه خو ماشاءالله ډېر ښايسته ځوان دئ، د بالينګ صفت يې ډېر کېږي..
شاهپور ځدراڼ بالينګ ته ودرېدئ.
هندوستان په لومړي اور کي ١٦ منډي جوړي کړې، يا خداى فضل کوې.
دولت احمدزى بالينګ ته ودرېدئ، نو بال يې ورکړ، ايم ويجى څلوريزه ووهله.

وېډيو :