کور / تازه خبرونه / د افغانستان او هند د كركيټ لوبې ته يوازې څو دقيقې پاته دي

د افغانستان او هند د كركيټ لوبې ته يوازې څو دقيقې پاته دي

د افغانستان او د هند تر منځ د كركيټ لوبې ته يوازې څو دقيقې پاتې دي، دغه لوبې چې په ويسټ انډيز كې ترسره كيږي نه يوازې د دواړو هېوادونو لوبغاړي او خلك بلكې د ټولې نړۍ د سپورت مينه وال د انتظار شيبې شماري.
د افغانستان د لوبغاړو مورال ډېر لوړ دى او وايي چې دا لوبه به ګټي، هندي لوبغاړو كه څه هم ويلي دي چې هڅه به كوي تر څو لوبه وګټي خو بيا هم وايي چې ستړي دي او يو نيم لوبغاړي يې ټپيان دي.
لر او بر له ټولو افغانانو هيله كوي چې خپلې ملي لوبډلې ته د بري دعا وكړي.