کور / تازه خبرونه / کرکيټ: د افغان لوبغاړو مورال لوړ دئ

کرکيټ: د افغان لوبغاړو مورال لوړ دئ

په داسي حال کي چي د افغانستان د کرکيټ سره په نړۍوالو سياليو کي مخ کېدونکې، د نړۍ داسي مشهور خبري آژانس به ونه موندل سي چي د افغان لوبغاړو په هکله يې څه نه وي ليکلي. افغان لوبغاړي ټول د نن ورځي لوبي ته اميدواره دي چي د لوى خداى (ج) په مرسته به يې ګټي.
حميد حسن وايي د هندوستان لوبغاړو ته يې پلانونه جوړ کړي دي او ټوله هڅه به يې دا وي چي نننۍ لوبه وګټي.
د کرکيټ د ملي لوبډلي روزونکى کبيرخان وايي لوبغاړو ته يې د مخالفي ډلي د لوبغاړو له خطرناکو تخنيکونو د خنثى کولو په هکله معلومات ورکړي دي او هيله لري چي د نن لوبه به وګټي.
په نړۍ والو رسنيو کي د افغانستان لوبډله ډېره ستايل سوې، چي د مطبوعاتو دې ستايني د هندوستان د لوبډلي کپتان هم د خپلي پرونۍ ادعا ترميم ته اړ کړ.
د هندۍ ډلي کپتان مهيندرا سنګ ډوني پرون د فرانس پريس آژانس ته ويلي وو، چي د افغانستان لوبه تر ورځني تمرين هم ورته آسانه ده، خو په تازه بيان کي يې ويلي چي د افغانستان لوبډله تر دوى کمزورې نه ده.

د افغانستان او هندوستان لوبه د افغانستان د ماښام پر شپږ بجې شروع کېږي، چي د سپورټي چينلونو پر پرده به په لومړي ځل په ټوله نړۍ کي ښکاره سي.