د کرکيټ نړۍ والي شل آوريزي سيالۍ نن د اپرېل پر دېرشمه د ويسټ انډيز په سينټ لوسيا ښار کي د سريلانکا او نيوزلنډ هيوادونو په مسابقه پيل سوې.
د سريلانکا کپتان کومارسنګاکره پچه وګټله او بېټينګ ته ودرېد، چي په ټاکل سويو شل آورونو کي يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډي جوړي کړې.
نيوزلنډ د اتو لوبغاړو په سوځېدو په داسي حال کي ١٣٩ منډي جوړي کړې چي د ټاکل سويو شلو آورنو څخه يې يو بال پاته وو..
ټاکل سوې ده چي سبا د مې پر لومړۍ نېټه د دې سياليو لومړۍ لوبه په همدې ميدان کي د افغانستان او هندوستان تر منځ ترسره سي.