د پاکستان حکومت تائېد کړه چي د استخباراتو د پخواني افسر خالد خواجه مړى يې لاسته ورغلى دئ.
خالد خواجه، کرنل امام او يو بل پاکستانى خبريال مياشت دمخه په شمالي وزيرستان کي طالبانو وتښتول، چي دوې اونۍ دمخه يې يوه ويډيو هم خپره سوه.
راپور وايي د خالد خواجه مړى په شمالي وزيرستان کي ميرعلي ته نيژدې د کرم کوټ په سيمه کي موندل سوئ دئ. د نوموړي له جسد سره په پراته ليک کي پر خالد خواجه تور لګېدلى، چي درې کاله دمخه يې د اسلام آباد پر لال مسجد د حملې پر مهال استخباراتو ته لارښوونه کوله.
راپور وايي د خالد خواجه پر سر او ځيګر باندي د ګوليو نښي له ورايه معلومېږي او د ايشين ټايګر په نوم ډلي يې د وژلو مسئوليت اخيستئ دئ.
د پاکستان حکومت وايي کرنل امام او خالد خواجه شمالي وزيرستان ته د يوې برتانوۍ خپروني له پاکستاني خبريال سره د راپو په جوړولو کي د مرستي دپاره تللي وو.
کرنل امام د افغانستان په چارو کي د پاکستاني استخباراتو تر ټولو بدنامه څېره ده، چي د افغان مجاهدينو او طالبانو د ډېرو مشرانو روزل او له هغوى سره د اړيکو لرل په ډېر وياړ سره مني.