کور / تازه خبرونه / فرانسه: پوځيانو په تېروتنه کي څلور ولسي کسان وژلي دي

فرانسه: پوځيانو په تېروتنه کي څلور ولسي کسان وژلي دي

د فرانسې د دفاع وزارت وايي د کابل په سروبي ولسوالي کي يې د رواني مياشتي په پيل کي د تېروتني له امله څلور ملکي کسان وژلي او يو سخت ژوبل کړئ دئ.
د فرانسې حکومت ويلي دوى د ملکي کسانو پر دې مرګ ژوبله خواشيني دي او پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د دوى پر پوځيانو ترسره سوي حملې ته عسکرو جوابي ډزي وکړې او پنځه ملکي ځوانان پکښي په نښه سول، چي څلور يې مړه او يو ټپي سو.