د آزادۍ راډيو د يوه خبر له مخي بهرنيو ځواکونو نن سهار د زابل په ښارصفا ولسوالي کي هغه مهال درې ملکي کسان مړه او دوه ټپيان کړل چي پر يوه ملکي ټکسي موټر يې ټکان وکړل.
د ښارصفا ولسوال هم دغه پېښه تائېدوي او وايي په دې هکله به تحقيقات وکړي.
د راپور له مخي په موټر کي پنځه تنه ناست وو چي دوه نارينه او پکښي ټپيان سوي او درې ښځي مړې سوي دي.