پنتاګون اعلان وکړ چی یو امریکایی عسکر چی یوه نیمه میاشت مخکی په افغانستان کی د طالبانو سره په مخامخ جګړه کی ژوبل سوی و ، یوه هفته مخکی د واشنګټن په نظامی روغتون کی د خپلو زخمونو څخه مړ سو . خو نور توضیحات یې ور نه کړل چی د افغانستان په کوم ځای کی ټپي سوﺉ و . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۵۲ ته ورسېدل .