کور / تازه خبرونه / نن د ايشلي نړۍ واله ورځ ده

نن د ايشلي نړۍ واله ورځ ده

د ملګرو ملتونو د کلتوري ميراثونو سازمان د اپرېل ٢٩ – مه په نړۍ کي د ايشلي يا نڅا د ورځي په توګه په مختلفو هيوادونو کي لمانځي.
نڅا د اسلامي تصوف او عرفان د څلورو فرقو څخه د يوې اساس جوړوي، چي لارويان يې قواليو او کلاسيکي موسيقۍ ته نڅېږي.
د پښتنو اتڼ هم په نړۍ واله کچه د ايشلي يو پېژندل سوى ډول دئ، چي لرغونتوب يې ډېرو لرغونو زمانو ته رسېږي.
د پاکستان د آج ورځپاڼه د ايشلي په باب په يوه مطلب کي وايي: ((نڅا يا ايشله د لطيفو هنرونو په منځ کي ځانګړى مقام لري. ايشله اصلاً د انسان د بدن د غړو هنداره ده او همدا ايشله ده چي د بشريت د هر نژاد او نسل د جذباتو او احساساتو ترجماني کوي)).
مطلب زياتوي: ((په پخوانيو زمانو کي چي په ژبه د خبرو کول عام نه وو، خلګو به خپل جذبات د نڅا د لاري څرګندول او همدا علت دئ چي د نړۍ په مختلفو مذهبونو او قومونو کي جلا جلا طرز ايشلي موندلاى سو)).
مطلب وايي: ((د ايشلي يا نڅا په ډولونو کي کلاسيک ډانس ځانګړى مقام لري، چي ليدونکى بې اختياره ځانته ورجذبوي. نڅا يوازي د خوشحالۍ د حالت نوم نه دئ، بلکي د ايشلي په ذريعه د يوه غمجن حالت منظرکشي هم کېدلاى سي)).