د برتانيې د ګارډين ورځپاڼه وايي د قبايلي طالبانو مشر حکيم الله مسود ژوندئ دئ.
ګارډين د پاکستان د استخباراتي مامورينو په حواله ويلي چي ښاغلى مسود د امريکايي الوتکي په حمله کي ټپي سوئ وو، خو وژل سوئ نه دئ او اوس هم ژوندى دئ.
د پاکستان استخباراتي ادارې او پنټاګان د روان کال د فبروري په مياشت کي د حکيم الله مسود د وژلو خبر خپور کړ چي د جنوري په آخره کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په وسيله ټپي سوئ وو او د هماغو زخمونو له کبله يې د خپل خسر په کور کي ساه ورکړه، چي په مومند ايجنسي کي خاورو ته وسپارل سو.
هغه مهال د حکيم الله مسود وياند هم د نوموړي مړېنه نه رد کړې وه، خو کله چي د ثبوت غوښتنه ځني وسوه، نوموړي وويل دوى هيڅ اړتيا نه لري چي د هغه د ژوند ثبوت وړاندي کړي.
د ګارډين د دې راپور په هکله د امريکا او پاکستان حکومتونو خپل دريځ نه دئ په ډاګه کړئ.