د امريکا د پخواني ولسمشر مېرمن لارا بوش وايي دې او مېړه ته يې په ٢٠٠٧ کال د ګرېټ ايټ يا د نړۍ د اټو غټو صناعتي هيوادونو په غونډه کي زهر ورکړل سوي وو.
لارا بوش په خپل نوي کتاب (د زړه خبري) کي ويلي دغه غونډه په ٢٠٠٧ کال د جرمني په ميکلنبرګ ښار کي جوړه سوې وه چي ولسمشر بوش، خپله دې او د هغه نورو امريکايي ملګرو تو په خوړو کي زهر ورکړل سوي وو.
آغلي بوش ويلي وروسته له هغه چي د ولسمشر او دې طبعيت خراب سو، ډاکټرانو درمل ورکړل او ولسمشر بوش د کنفرانس پاتي وخت او د جرمني د سفر ورځي په بستر کي تيري کړې.
په ٢٠٠٧ کال په جرمني کي د ګرېټ ايټ په غونډه کي د انګلستان د هغه وخت صدراعظم ټوني بلېر، ګورډن براون، انجيلا مرکل او د روسيې د لومړى وزير ولاديمير پوتين هم حاضر وو.
د آغلي بوش په وينا هغه مهال استخباراتي مامورينو او ډاکټرانو هم دا تصديق کړې وه، چي ولسمشر بوش او د هغه ټيم ته زهرلړلي خواړه ورکړل سوي دي.