کور / تازه خبرونه / امريکايي ځواکونو د پارلمان د وکيلي دوست وواژه

امريکايي ځواکونو د پارلمان د وکيلي دوست وواژه

امريکايي ځواکونو د افغانستان د ولسي جرګې د غړي صفيه صديقي يو دوست تېره شپه په خپل کور کي وژلى دئ.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي برايي د ١٠٠ په شاوخوا کي امريکايي پوځيانو په ننګرهار کي هغه کلى محاصره کړ، چي د آغلي صديقي کور هم پکښي موجود وو.
صفيې صديقي ويلي ايتلافي ځواکونو د دې د ورور اخښى (د ورېنداري ورور) بېله تحقيقاتو په خپل کور کي په داسي حال کي وژلى چي نه يې له طالبانو او نه القاعدې سره کوم تړاو درلودئ.
خو ايتلافي ځواکونه وايي تېره شپه يې د ننګرهار په سرخرود ولسوالي کي پر يوه کور چاپه وهلې او هلته يې په وسله سمبال طالب وژلى دئ.