د کندوز والي انجينرمحمدعمر په دغه ولايت کي د يوه لوړ پوړي طالب قومندان د وژلو خبر ورکړ.
د کندوز والي وايي د ملاداود په نوم دغه طالب قومندان برايي د شپې پر يوه بجه د امريکايي سپېشل فورس او افغان پوځيانو په ګډو عملياتو کي وژل سوئ او د هغه څلور طالب ملګري ژوندي نيول سوي دي.
د والي په وينا ملاداود وروسته له هغه د چاردرې ولسوالي دپاره د طالبانو ولسوال ټاکل سوئ وو، چي څو اونۍ دمخه د ملا شعيب په نوم يو بل قومندان د افغان او ايتلافي ځواکونو له خوا وژل سوئ وو.