د پاريس څخه اتلانتا ته تلونکي د ديلتا ايرلاين الوتکي هغه مهال بېړنۍ ناسته وکړه، چي د يوه مسافر له خوا ورته وويل سول چي په بکس کي يې چاودونکي توکي موجود دي او په جعلي پاسپورټ باندي سفر کوي.
راپور وايي تر دې خبر وروسته الوتکي عاجله ناسته وکړه او د چاودونکو موادو سړى د پوليسو له خوا ونيول سو.
د راپور له مخي نيول سوئ کس د امريکا د فلوريډا ايالت اوسېدونکى دئ او شپږ ويشت کاله عمر لري. د تحقيقاتو پر مهال معلومه سوې ده، چي د نوموړي د جعلي پاسپورټ ادعا درواغ وه، خو دا لا نه ده معلومه چي د چاودونکو موادو خبر يې هم دروغ دئ. پوليس وايي له نوموړي څخه اوس هم تحقيقات روان دي.