په دوو مياشتو کښي د ديارلسم ځل په ترڅ کښي د کندهار ولايت يو بل قومي مشر او د ارغنداب ولسوالۍ د شورا غړى حاجي عبدالرحمن نن چهارشنبه د نامعلومو وسلوالو له خوا خپل كور ته څېرمه د ميراخورانو په سيمه کښي په ډزو ووژل سو .
د ارغنداب ولسوال حاجي عبدالجبار د نوموړي قومي مشر وژنه تائيدوي او پړه يې پر وسلوالو طالبانو وراچوي .
په دې وروستيو کښي په كندهار كښي خونړۍ چاودنو او وسلوال ترور زور اخيستئ چي په ترڅ کښي يې ملګرو ملتونو هم دغلته کښي خپل دفترونه تړلي دي .
د کندهار ولايتي شورا رئېس احمد ولي کرزي نن د يوې خبري ناستي په ترڅ کښي د ملګرو ملتونو د دفترو تړل تائيد او وغندل .نوموړي غوښتنه وکړه چي ملګرو ملتونه دي خپل دفترونه بيرته پرانيزي څو د بشري مرستو او بيارغوني چارو ته صدمه و نه رسيږي .