د تیرودریولسیزو په بهیرکی زمونږ هیواد افغانستان دباندنیولاسوهنواو لمسونونوپه ځاله واړول شو او په ترځ کی یی افغانانوهسی مالي اوځاني زیانونه وزغمل چی دشلمی پیړي په بهیرکی وروسته د ویتنام دجګړی څخه بی ساري ګڼل کیږي.افغانان دتل په څېردتوري اومیړاني جګړه ګټلي خودجګړي وروسته دبیارغونی اودولس په ټپونوددرملنی اودراتلونکی سیاسی تګلاری په ټاکلواوغوره کولوکی پاتي راغلی دنورو ستونزواوکړاوونوپه لومه کي ښکیل کړاې شوي .د افغانستان غلیمانوپه لمسون اودماتی په بدل کی افغانان يي د کور دننه له داسی کړاوونو سره لاس او ګریوان کړل چی دبیوزلی اوخواری ربړوونکي انځوريي تر دی مهاله د نړی او دکورنی رسنیو بیلګی جوړوی .دافغانستان تاریخ ته په کتو سره دا جوته شوی چی د افغانانو ټاټوبی دپیړیو راهیسي دلویوزبرځواکونود سیالیود ډګربڼه درلودلی اوقربانی اوورانې یي یواځی افغانانو ته په میراث پاتی شویدي .
افغانان دڅه دپاسه دری لسیزي دتیري اودخپلمنځی جګړوله کبله دکړاوونواوغمیزوښکارګرځیدلي دي .د۲۰۰۱ کال د سپتامبرمیاشتی له یوولسمی نیټی پېښووروسته نړیوالي ټولني یوځل بیا دافغانانوکړاوونوته پاملرنه کړی اودادی څه دباندی اته کاله نړیواله ټولنه دافغان حکومت ترڅنګ دترهګري ضد ټلوالی اودناټوپوځیان په افغانستان کی دېره دی.له بده مرغه په هیوادکی دجګړومخنیوي ته هسي چی تمه کیده پاملرنه ونه شوه اوحالات دورځی په تیریدو سره دکړکیچن کیدوپه لورپرمختګ کوي.
دلندن نړیوالی ناستی په مهال افغان ولسمشرپه هیوادکی دحالاتوکابوکولوپه موخه د افغانانو دودیزی جرګی جوړیدووړاندیزله تودهرکلي سره مخامخ شو.افغان ولسمشرښاغلي حامدکرزی دسولی ملی مشورتي جرګي رابللو پریکړه کړی اوپتیل شوي وه دسولی ملي مشورتي جرګه به دهیواد له ګوټ ګوټ څخه تر۱۴۰۰ تنوشاوخوااستازوپه ګډون دغویي میاشتي په دولسمه نیټه د دریوورځولپاره غونډه وکړی .
تیره چهارشنبه دسولی ملی مشورتي جرګی جوړیدوکمیسیون ددارالانشآرئیس اودافغانستان دپوهني وزیر ښاغلي ډاکترغلام فاروق وردګ دمطبوعاتي ناستي په مهال دسولي ملي مشورتي جرګی دځنډیدوخبرخپورکړ.ښاغلی غلام فاروق وردګ دسولی ملي مشورتي جرګي ځنډیدلولآملونه په لاندي ډول وګڼل.
له متحده ایالاتوڅخه دافغان مشرلیدنه اودهغه هیوادله مشرتابه سره په بیلا بیلوبرخوکی خبری اتري
،د سولی ملي مشورتي جرګي ځیني غړي چی د راتلونکي ولسي جرګي دنوماندوپه توګه پیژندل شویدی دهغوی د نوم لیکلود بهیر پیل .
دسولي ملي مشورتي جرګي دجوړیدوپه اړه دافغانستان ددوستانودځینوانګیرنواوپوښتنوپه اړه رڼا چی افغان مشربه يي په راتلونکي ناستواوغونډوکي د هغوپه اړه هراړخیزاوکره معلومات وړاندي کړي ،څرګند کړل.
دډیروپه آند دسولی ملي مشورتي جرګی ځنډول ټینګار،هسي چی دخيلواکورسنیواوخپلواکوکارپوهانوله لوري پري تاوده بحثونه اوشننی پرمخ بیول کيږي دډیروانګیرنوترڅنګ به دنړیوالي ټولني دمرستي اوهمکاري څرنګوالي په اړه پوښتني اوداندېښنورابرسیره کیدولآمل شي.
افغانستان دنړي په سردنوروخپلواکو هیوادونوپه څیر،څه د هیواد دننه اوڅه دباندی حق لري په خپلو ټولوسیاسی،اقتصادی په ځانګړي توګه په هیوادکي نني جګړواوتاوتریخوالي دمخنیوی اوله منځه وړلولپاره اړیني لاري چاري ولټوي اوهغه ومومي.
دایواځی اویواځي دافغانانو دنده اوحق دي چي په خپل ټاټوبي کی دسولي اوملي یووالي لاري چاري ولټوي اودنن په لوي لاس راټوکول شویوستونزوبرلاسه شي.تیرودریولسیزوپه ډاګه کړه چی له باندي د سولی اوبیارغوني سپارل شوي نسخي ندي بریالی اوزمونږهیوادوال يي له نوروبیلا بیلوکړاوونوسره لاس او ګریوان کړیدي.سوله نن دملیونونوافغانانونوهیله اوغوښتنه دی.په خپل کورکی په سوله کي ژونددافغانانوحق دي.سوله یواځي دافغانانوپه خپلمینځی خبرواتروکی شوني دي .ترڅودنوروکړاوونواوبلاګانو مخه ونیول شي .ترڅو تلي پاتي سوله او امنیت ټینګ او دافغان وژني لړی ته دپا ي ټکی کښیښودل شی.