افغانستان . رو
له هغه وخته چی دامریکا دمتحده ایالاتو اوفیدراتیفی روسیی ترمینځ په افغانستان کی دامریکایی اوناټو وسله والوځواکونو ته داکمالاتو موافقه لاسلیک شوی ترننه دروسیی له خاوری څخه (۲۰۰۰۰) پوځیان افغانستان ته انتقال شوي ،داخبره (اولیم بیرنس) دامریکا دبهرنیو چارود وزارت خارجی پالیسومرستیال اوسیاسي سکرتر داپریل په ۲۳ مه نیټه په مسکوکی خپریدونکی ازادې ورځپاڼی(نیزاویسیماګازیتا ) سره په مرکه کړی ده .
دا دېپلومات وائي چې د امرېكا او روسيې هېوادونوتړون چې دعسكرې موهماتو د لېږد رالېږد په هكله كړی د تصور نه لرې خبره وه چې تېر كال لاس ليك شوه اوددې موافقې په چوكاټ كې ېوه نوې هواېی لاره وټاكل شوه ، بېرنېس لېكي چې په اوس وخت كې له دې لارې نه په اوسط ډول د ورځې دوه الوتنې كېږي او ترننه په دې هوائي لاره ۲۰۰۰۰امرېكاې وسلوال افغانستان ته انتقال شوې دي
د ېپلومات د واشنګتن او روسيې تر منځ د نېشه ېې توكو او قتصاد په ساحه كې هم ددواړوهېوادونو همكاري مثبته ارزېابي كوي ، او واېی چې د اقتصاد ا و نېشه ېې توكو په وړاندې مبارزه چې د واشنګټن او مسكو ګډې غوښتنې دي موافقه د سره لاس لېك كړه، د ېپلومات دا هم واېی چې د روسيې هېواد په دې فكر كې دى چې څنګه د افغانستان سره مالي مرستې وكړې ،كېدې شي مسكو ېو مسلكي كاري پلاوې د سالنګ تونل ته ورولېږې اود هغې د ترمېم په هكله عملي اقدام وكړي
باېد ووېل شې چې د ۲۰۰۹ كال د جولاې په شپږمه نېټه د جمهور رېس دېميترې مېدوېدف او د امرېكا جمهور ريس بارك اوباما د دواړوهېوادونو تر منځ ېو ټرون لاس لېك شو چې د روسې له خاورې به عسكرې وسلې ، مهمات، او وسلوال ځواكونه افغانستان ته انتقالوي ، زېاتره شننونكي په دې نظر دې چې ۲۰۰۹ كال په اوړي كې هغه خبرې چې د سپينې ماڼې او د مسكو دمشرانو تر منځ وشوې تېرې بې اعتمادې او بې باوري چې د افغانستان په هكله ېې ېو په بل لرله حل شوې وى.