کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / رشوت، فساد او وسلوال عمليات

رشوت، فساد او وسلوال عمليات

فساد او رشوت په دولت كې د ننه شتون لري، دا چې ناټو وايي چې په كندهار كې عمليات د فساد او رشوت د له منځه وړلو لپاره كوي، څه معنىٰ له دې خو هېڅ معنىٰ نه اخيستل كېږي. فساد او رشوت د دولت مامورين، د انجوګانو مسولين او بهرنيان كوي او ناټو يې د حل لاره له طالبانو سره وسله وال عمليات بولي، آيا په دولت كې فساد او رشوت طالبان كوي او يا هم د دولت مامورين؟ آيا دا خبره د عقل خاوندان ومني چې په د رشوت او فساد د له منځه وړلو لپاره دې وسله عمليات په لاره واچول شي.
خو كه چېرې حقيقت ته راشو دا خبره د عملياتو لپاره د لارې د هوارولو په مقصد كېږي، ځكه چې ولسمشر كرزي د كندهار خلكو ته په خپله وينا كې وويل، چې ستاسې له خوښې پرته به په هېڅ صورت سره په كندهار كې عمليات نه ترسره كېږي. هغه وخت به په كندهار كې عمليات ترسره كېږي چې د كندهار خلك يې وغواړي. چې د ولسشمر تر وينا وروسته يوې نړيوالې موسسې د يوې سروې له مخې وويل، چې د كندهار ۹۱ سلنه اوسېدونكي نه غواړي چې په كندهار كې دې عمليات ترسره شي.
ناټو د دې لپاره چې د نوموړو عملياتو لپاره لاره اواره كړي، غواړي چې د كندهار د اوسېدونكو سترګو ته خاورې وشيندي او خپلو عملياتو ته چې د دوى لويه موخه په دې ولايت كې د پروت قوم او مشرانو له منځه وړل او كمزوري كول دي لاره اواره كړي، دوى تر دې مخكې د هلمند په مارجه ولسوالۍ كې همداسې لوى عمليات ترسره كړل، چې په پايله كې يې په لسګونو بې ګناه ملكي كسان ووژل شول.
د مارجې د عملياتو پايله كورني او بهرني كارپوهان يوازې او يوازې د خلكو وژنه، بې كوري، او د خلكو هستي له منځه وړل بولي، نه بل څه. په هر صورت اوس يو ځل بيا غواړي چې په كندهار كې د هلمند د مارجې په څېر افغان ماشومان ووژني او په هر كور كې غوغا جوړه كړي.
د ناټو چارواکي وايي چې د دوى له لوري به د کندهار عمليات په افغانستان کې د دې تړون تر قوماندې لاندې ځواکونو تر ټولو لوى عمليات وي خو د دې عملياتو هدف دا نه دى چې طالبان ووژل شي بلکې اصلي مقصد يې دا دى چې سيمه له ناسمو کسانو پاکه شي او په کندهار کې د رشوت خورۍ او فساد ګيلم ټول شي .
د ناټو تړون وياند ريچارد نورټن ټايلر رسنيو ته ويلي د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه د قوي حکومت نشتوالى دى. نو چې قوي حكومت نشته او حكومت كمزورى دى، آيا د اصلاح لپاره يې وسله والو عملياتو ته اړتيا ليدل كېږي؟ كه چېرې موږ ووايو چې پلانى او پلانى وزير فساد كوي او رشوت خوري، نو آيا په كار ده چې د هغه د اصلاح لپاره له نظامي عملياتو څخه كار واخلو او په وزارت توپونه او راكټ ور وشړو څو د رشوت او فساد مخه ونيسو؟ په هېڅ صورت نه دا خبره يوه بې ځايه او د ناپوهو كسانو د پلان يوه برخه جوړوي، دوى داسې فكر كوي چې افغانانو ته چې هر څه وايې هغوى به يې مني، خو دا دې نه هېروي، چې كه د افغانانو ډېره برخه بې سواده هم ده، د ژوند له ستونزو او كړاوونو يې ډېره تجربه تر لاسه كړې ده. اوس كولاى شي چې ستاسې د داسې بې مفهومه پلانونو په اړه پوه شي.
د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې په داسي حال کې چې د ناټو قوماندانان د کندهار په شاوخوا کې د پراخو عملياتو لپاره تيارى نيسي د دې تړون لوړ رتبه چارواكي وايي چې د دوى د عملياتو اصلي هدف دا دى چې د دې سيمې سياسي او ټولنيزې ستونزې اوارې کړي. ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن ويلي، چې په کندهار کې د «امېد» په نوم عمليات دا هدف نه لري چې طالبان ووژل شي بلکې مقصد يې دا دي چې د کندهار عام ولس وساتل شي.
دوى دا وايي چې د كندهار عمليات د دې لپاره كوي چې عام ولس وساتل شي، ايا عام ولس په دې ساتل كېږي چې په كورونو يې بمونه و اوروه او هغه عمليات په لاره واچوه چې دوى يې نه غواړي، دوى خو نه غواړي چې بيا يې په سيمه كې اور بل شي او ميندې يې بورې او تورسرې يې كونډې شي.
خو له دې ټولو څخه څرګندېږي چې په هره لاره وي ناټو غواړي چې په كندهار كې عمليات ترسره كړي او د دوى ځينې غړي به په دې وتوانېږي چې د خپلو زړو ماتو او دښمنيو غچ له دې خوار او ځورېدلي قوم څخه واخلي، كه چېرې په زور او جبر سره دا عمليات ترسره كېږي، نو په دې معنى ده چې دلته انسانانو ته ارزښت نه وركول كېږي بلكې له دې ولس سره هغه څه كېږي چې د دې ولس ۱۰۰ فيصده خلك يې نه غواړي چې كېداى شي دا كار د ناټو او د دوى د مرسته كوونكو لپاره بدې پايلې ولري.