کور / تازه خبرونه / هندۍ ډيپلوماته پاکستان ته د جاسوسۍ په تور ونيول سوه

هندۍ ډيپلوماته پاکستان ته د جاسوسۍ په تور ونيول سوه

د هندوستان حکومت په اسلام آباد کي د خپل هيواد يوه ډيپلوماته پاکستاني استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نيولې ده.
د انډيا ټايمز د راپور له مخي آغلې مادهوري ګپتا له اسلام آباد څخه نوي ډيلي ته تر رسېدو وروسته د حکومت له خوا نيول سوې او تحقيقات ځني روان دي. هغه په دې متهمه ده چي له تيرو دوو کالو راهيسي يې په پاکستان کي د ماموريت پر مهال د پاکستان استخباراتي شبکې آى، ايس، آى ته جاسوسي کوله.
آغلې مادوري ګپتا ٥٣ کاله عمر لري، په اسلام آباد کي د هندوستان د سفارت د اطلاعاتو مرستياله وه، چي له اردو څخه به يې هندي ته ترجمه کوله.