د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد نن وروسته له هغه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر پنځو هيوادونو سخت ګوزار وکړ، چي د امنيت شورا له خوا پر اېران د نويو بنديزونو په هکله تودې هڅي رواني دي.
محمود احمدي نژاد وويل د ملګرو ملتونو هيوادونو د ويټو حق د شيطاني ايتلاف په لاس کي دئ اوځيني هيوادونه پکښي ډېر زورور دي چي وغواړي د نورو رايي هر وخت په خپله ګټه کارولاى سي.
بلي خوا ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د امنيت شورا پر اېران د نويو بنديزونو لګولو ته نيژدې سوې ده او ډېر ژر به دغه بنديزونه تصويب سي.