کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې د پښتنو په سيمو كې د نا امنيو مسئله څيړلې او ليكلي، چې دا ستونزې د استعارګرو نړيوالو جاسوسي شبكو لخوا رامنځ ته شوي.
ورځپاڼې په دوام كې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرستيال په حواله ليكلي، كه په سيمه كې فعاله جاسوسي ادارې وغواړي، چې ترهګر له منځه يوسي، نو يوه ورځ به هم وا نه خلي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې بيا ليكلي، چې امريكا غواړي په سيمه كې د ولسمشر كرزي وروستۍ چټكې هڅې له ډير نږدې وڅاري.
ورځپاڼې په عينې حال كې د ولسمشر كرزي او د هند د صدراعظم من موهن سنګ ترمنځ د ليدنې خبر وكړې او ويلي، چې پدې ليدنه كې په امنيت او په افغانستان كې د سولې په جوړيدونكې جرګې خبرې وشوې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ زياته برخه له هندي مشرانو سره د ولسمشر كرزي ليده كاته ته ځانګړې او د هغې انځورونه يى هم خپاره كړي دي.
ورځپاڼې د دواړو لورو په حواله ليكلي، چې ترهګر بريدونه د افغانستان او هند ترمنځ اړيكې نشي زيانمنولې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د افغانستان او هند ترمنځ اړيكې د ټولې سيمې په ګټه بللي دي.
ورځپانې پخپله سرمقاله كې د غويي د اوومې او اتمې نيټې په پيښو بحث كړې او ليكلي، چې ددې دوو تاريخي ورځو نه بايد درس واخستل شي.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د افغانستان په اړه د امريكا سياستونو ته كتنه كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې امريكا د افغانستان په ټولو چارو كې لاس وهنه كوي.
ورځپانې په دوام كې د ملي شورا د يو غړي په حواله ليكلي، چې امريكا نه غواړي، چې د ملي پخلاينې لپاره د ولسمشر كرزي هڅې بريالۍ شي او له همدې امله په ښاغلي كرزي د واشنګټن فشارونه ورځ تر بلې زياتيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په لوګر كې شوي وروستۍ مظاهرې ته په اشارې ليكلي، چې دا د ائيتلافي ځواكونو په وړاندې د نفرت يوه بيلګه وه.
په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې تاجكستان په كندز كې د وسلوالو ډلو له فعاليت او نښتو نه سخت په انديښنه كې دې.

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتيدو په اړه د چارواكو وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې د افغان ماشومانو د ژوند د ښه والي لپاره بنسټيزو پروګرامونو ته اړتيا ده.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د غويي د اوومې او اتمې نيټې په پيښو بحث كړې او د هغو پايلو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې دا د وياړ او كه د كړاونو د پيل ورځې وې.
په ورځپاڼه كې په كابل او كندز كې د ښوونځيو د انجونو د مسمومولو په وروستيو پيښو هم بحث شوې او ليكل شوي، چې طالبان اوس د خپلې ماتې غچ د ښوونځيو له معصومو زده كوونكو څخه اخلي.
ورځپاڼې د انتخاباتو د قانون په سر د حكومت او ملي شورا ترمنځ روانې ناندريو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې ملي شورا په هيڅ صورت ددې قانون منلو ته تياره نده.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس بيا له ولسمشر كرزي سره په ليدنه كې د هند د صدراعظم من موهن سنګ څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، چې هند په افغانستان كې د سولې د ټينګښت اقتصادي ودې او ولسواكۍ لپاره د ولسمشر كرزي دهڅو ملاتړ كوي.
خو اصلاح بيا په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد په يرغل او ماتې بحث كړې او هغه يى د نړۍ د استعمار ګرو لپاره د عبرت درس بللې دې.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپانې هم پخپل يو څيړنيز مطلب كې د غويي د اوومې او اتمې نيټې په پيښو بحث كړې او دا ورځې يى په افغانستان كې د جنګونو او مرګونو خونړۍ پيلامه بللې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د بهرنيو چارو په وزارت كې شتو ځينو ستونزو ته اشاره كړې، چې د ورځپاڼې په وينا د اصلاحاتو اړتيا لري.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې هندوستان ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او پدې ترڅ كې د هندي چارواكو انديښنې او د افغانانو غوښتنې څيړلي دي.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې د ملي شورا د يو شمير اوسنيو غړو د بيا كانديديدو په موضوع بحث شوې او ليكل شوي، چې دوى اوس څه كړي، چې بيا به يى وكړي.