کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دجهاد ي لکیو سره د توافق پرته دناټو ستراتیژي زیانمنه ثابتیداې شي !

دجهاد ي لکیو سره د توافق پرته دناټو ستراتیژي زیانمنه ثابتیداې شي !

شننه :


 قریب الرحمن سعید: «دحزب اسلامي پخوانې ویاند اوکابل ته د حزب اسلامي د سولي د هیئت غړي.»


داسې بریښي چې د حزب اسلامي افغانستان  لخوا دسولې  دپلان  یا ( دژغورنې  دملي میثاق )  تر نامه  لاندې  د طرحي     پلي کول  د ناټو او امریکا له خوا په نا اعلان  شوي  توګه  تر لاس  لاندي  دي .   ځکه  چې  همدا تیره ورځ  (۲۳د اپریل ) د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانواو دهغو هیوادونو د غړیو  چې په افغانستان کې  نظامي شتون لري ، د غونډې  پریکړه    د ناټو د سر منشي «اندرس فوګ  راسموسن»  له اړخه  اعلان شوه  چې په کې راغلي  :  « دغه  ډلګۍ به د ۲۰۱۰  م  کال  نه  په تدریج سره د افغانستان  امنیتي  مسؤلیتونه د افغانستان   دولتي  مقاماتو  ته و سپاري ».    دغه  غونډه  چې    د استوني  دهیواد په پایتخت   تالین  کې  جوړه  شوې وه او نژدې دوه  ورځي  یی دوام  وکړ  د افغانستان په امنیتي  حالاتو  غور  او څیړه نه   کړې خو  راسموسن  د افغانستان  څخه د خپلو  فوځونو د وتلو د وخت او نیټې د ټاکلو څخه  ډه ډه  کړې  او ویلي یي دي   چې دا کار  به دامنیتي  شرایطو  د لزوم دید  سره  سم  تر سره شي !!؟


تر څنګ  یي د امریکا د بهرنیو  چارو  وزارت  پورې  اړوند  کړیو دا ډاګیزه کړې ده  چې   غواړې د۲۰۱۰م کال د ډسمبر  دمیاشتې  نه وروسته   ان  تر د ۲۰۱۱ م کال د جولاې د میاشتې پورې    د افغانستان  د یو شمیر ولایتونو  واک په بشپړه توګه د افغانستان  امنیتي  ځواکونو ته سپاري او دا به  د هغوې د ازمیښت  دوره وي ، که  چیرې هغوې و توانیدل  په دې  ولایتونو کې  امنیتي  چاری په موفقیت  سره تر سره کړي  نو  په هغه صورت کې به د ټول هیواد  امنیتي  چاري   پخپله افغانانو ته وسپارل  شي .


په پنتاګون  او  سټيټ ډپارټمنټ کې  په دې خبره پوره  ځوګ  روان دې   چې  څه ډول  په افغانستان کې خپل  فوځي  شتون  ته د  جواز  لار  پیدا کړي .   د امریکا اوسنې رژیم   چې د  امریکایي ولسمشر  اوباما د واکمنۍ راهیسې د  ډیرو  زیاتو  کورنیو  ستونزو  سره مخ  دې   غواړې په افغانستان کې خپل  فوځی  شتون  را کم  کړی  ، خو  پنتاګون  او په سر کې یي ددفاع وزیر  رابر ګیټ  د خپلو  فوځې  جنرالانو سره یو ځاې په دې هڅه او هاند کې دې  چې  افغانستان  تر خپلې فوځي ولکې  لاندي و ساتي .


     ویل کیږي  چې د امریکایي ولسمشر اوباما  رژیم   د نژدې  پنځوس  میلیونه   داسې  وګړو  سره  مخ دې  چې  دروغتیا یي  بیمي  توان  نه  لري ، تر څنګ  یي امریکایان دهغو  یو شمیر  ولایتونو له پاره    چې په طبیعي   افاتو کې را ګیر  شوي او  اوس  د  (ارواو د  ښارونو یا   Ghost cities ) په نامه یادیږي دخرابیو  څخه  د بیرته  را   جوړولو  له پاره بودجه نه لري ، همدا  راز  د دغه  ستر  امپریالیستي هیواد  د بودجې  کسر تر میلیاردو ډالرو  پورې رسیږی او همدا  اوس د  چین د هیواد  اتلس سوه میلیارده  ډالر  قرضدار دې او د خپاره کړل  شوو  معلوماتو له مخې  د دغه هیواد  ډیرې  سترې او ارزښتناکه اثاثې د چینایانو  سره  په  ګروۍ کې دی . تر څنګ  یي  اوس  په یو شمیر  ولایتونو کې ، دباوري  سرچینو له مخې  ،د خپلو معلمینو  له پاره د  میاشتنې  معاش  د ورکولو  جوګه  هم نه دی . 


همدا  راز  د امریکا پوځی اخبار ( آرمی ټایمز ) نن راپور ورکړ چی «هره ورځ ۱۸ مجرب امریکایی پوځیان د ځان وژلو کوښښ کوی . خبر وایی چی د میاشتی ۹۵۰ ناروغه پوځیان د ځان وژنی هڅه کوی چی د دې څخه ۷٪ یې په ځان وژلو کی بریالي کیږی او ۱۱٪ چی په لومړي ځل کامیابه نسی نو په وروسته  نهو میاشتو کی حتمأ دوهم وار د ځان وژنی هڅه کوی .
راپور زیاتوی چی په
۲۰۰۹ کی د هغو پوځیانو د جملې څخه چی په عراق یا افغانستان کی یې دنده  تر سره  کړې وی ۱۶۲۱ نرینه او ۲۴۷ ښځینه پوځیانو د ځان وژلو کوښښ کړی دی ( چی د دې څخه ۹۴ نرینه او ۴
ښځینه پوځیان په ځان وژلو کی کامیابه سوي هم دي ) .
راپور وایی چی د خورا ډیرو مصارفو او پرله پسې کوښښونو سره سره د جنګېدلو پرځیانو د ځان وژلو دا بهیر مخ په ډېرېدو دی .
»


  د امریکا او ناټو او یو  شمیر  نورو  هیوادو  د وژل  شوو  فوځیانو د کورنیو  حال  ددې نه  بدتر دې  ، د معیوبه شوو فوڅیانو  لګښت ،د  هغوې  بیمې  او نور  لګښتونه د هغه  څه نه  زیات  ښوول شوي  چې  په یوه  روغ   جوړ  عسکر  باندي  یی   کوي .  دا  بودجه  هم  نژدې  د میلیاردو  ډالرو  لګښت غواړی .


په افغانستان   کې  د فوځي  شتون  په  سر  د امریکا او ناټو د غړو  هیوادونو تر منځ  هم  ناندرې ورځ  په ورځ  ډیرښت مومی ،  ځکه د اروپایی هیوادنو  ډیرکي  غواړی  فوځونه یي  چې په افغانستان کې د ډیرو  بې هدفه موخو له پاره په  جنګ  بوخت  دی او یواځي د امریکایی  ګټو  د  تضمین  له پاره   خپله وینه ورکوي  بیرته  را ووځي .  د اروپا یي  هیوادو مسؤلین  د ټولټاکنو په وخت کې خپلو ولسونو  ته دخپلو  فوځو نو د بیرته  را ویستلو  ژمنې کوي خو  کله  چې ټولټاکنې خلاصې شي نو  د امریکایی   زبر ځواک  تر فشار  لاندې  بیا  د خپلو پخوانیو  ژمنو څخه اوړي   چې دې کار  د اروپایی  حکومتونو  حیثت ته زیان  رسولې او یو شمیر  یی د سقوط  سره مخامخ شوي دي  ، په دې اړه د بلجیم او  ایټالیا   حکومتونه  یی ښه بیلګې دي .


همدا اوس   په انګلستان  کې   ټولټاکنو له پاره  تاوده  بحثونه  روان دی   چې په دې بحثونو کې  د ګولډن  براون  حاکم  رژیم  خلکو ته د درواغو  وعدې ورکوی  چې ددې کال  تر اخره  به خپل  فوځيان  د  افغانستان  څخه را وکاږی   په داسې حال کې  چې  پخپله د انګلستان  عسکري  منصبداران او سیاست  پوهان  به دې  باوردی  چې  براون  ورته  درواغ  وایی  او  غواړې د خپلو  دغو  درواغو  له لارې  د هغو  خلکو  ووټ  تر لاسه کړي  چې د جنګ  پر خلاف   ډګر ته را وتلي دي . دوې  وایي  چې ددې کال  تر اخره  پورې  به  د افغانستان  څخه د انګلیسي  عسکرومکمل  راوتل  شوني نه وي  او په دې اړه د انګلیس د  صدراعظم  ژمنه بې منطقه  او ناموزونه  ښکاري.


پخپله د انګلستان یوې معتبرې  ورځپاڼي  خبر ورکړې   چې «د حیرانتیا  پرته باید دا  ډاګیزه  کړو   چې  په انګلستان کې د جنګ  مخالفت  ورځ  په  ورځ  ډیرښت مومي ، په هغه  ریسرچ  کې  چې د  انډیپنډنټ  له اړخه  تر سره  شوې  ویل  شوي  چې  ۷۷سلمه  انګلیسان   غواړی  فوځونه   یي د افغانستان  څخه  را  بهر شي .


همدا  سروې  ښئ  چې  ۵۰ سلمه  خلک  په دې  فکر  کې دي  چې  په افغانستان کې د  امریکایي  فوځونو  شتون  به  د انګلستان  کوڅي  او سرکونه   د تروریستي  حملو  په مقابل کې  نورې  هم  کمزورې کړي   نو په دې  خاطر  یي  په افغانستان کې  د انګلیسي  فوځونو  د شتون  او د امریکا په  مشرۍ په افغانستان کې   د جنګ   په اړه  د ګوردن براون  دلایل  بې  ځایه  ګڼلي .


همدا  راز  د المان  په تیرو  ټولټاکنو کې  هم د المان د اوسني  رژیم  مسؤلینو   د خپل  ولس   سره همدا  ژمنې کولې اما د ټولټاکنو سمدستي وروسته  دوې دخپلو ژمنو څخه په شا ولاړل   اودا په داسې حال کې ده  چې د المان  د ولس   اویا سلمه  ۷۰٪ د خپلو  زامنو او لوڼو د بیرته را ستنیدو   غوښتنه  کوي . پخپله دالمان  ښځینه  صدراعظمه  په ځانته ځان  دخپلو  هغو( غلطو او رسوا کونکو ) پالیسیو  څخه  دفاع  کوی   چې  دولت  یي په افغانستان کې   مخته وړی . مرکل  غواړي خپل  ولس او هم  اروپایي  نور ولسونه  په دې  ویره کې واچوي   چې د افغانستان   نه  به یي د سربازانو ویستل  د  یو بل  یولسم د سپتمبر  د پیښیدلو  له پاره  لاره هواره   ول  وی   او تاکید کوي  چې دا ځل  به   د نیویارک  په ځاې    موینیخ او یا برلین  په نښه کیږي .


خو د بله اړخه   د المان د بهرنیو  چارو  وزیر « ګیډوفیسترویلو» د ناټو د بهرنیو  چارو  د وزیرانو په غونډه کې   ټینګار وکړ  چې مونږ  د ۲۰۱۱ م  په  پاې کې  له  افغانستانه  خپل فوځونه را باسو  .  وزیر  زیاتوي   چې مونږ  نه غواړو  د تل  له پاره  په افغانستان کې پاتې شو . خو را وتل  باید دپلان  سره سم وي  ، هلته  پولیس  و روزل  شی   او افغانستان  ته هر څه په تدریجې  توګه   ور وسپارل  شي . ناټو  چې په افغانستان کې   نزدې  ۱۰۲ زره  عسکر  لري   ددې ډلې  څخه  یي  یوازې   ۴،۷ زره   المانیان   دي .


که له یوه اړخه امریکا او د ناټو غړي هیوادونه   د ډیرو زیاتو ستونزو سره  مخ دی خو له بله  پلوه  د  افغانستان  دمشرتابه د هیئت  رئیس  ښاغلې حامد کرزي  هم  په خپله تګ  لاره کې  څه نا څه  بدلون  راوستې .  د حزب اسلامي افغانستان د سولې د هیئت  سره د لیدو  کتلو وروسته   ښاغلې  کرزي  په   لمړي ځل هغه وخت  چې  د  ټولټاکنو  کمیسیون  ته  وینا کوله   په زغرده  یي د  هیواد  د غمیزي  ټول  مسؤلیت  د بهرنیو کړیو او بهرنیو  لاسو هنو  محصول  و باله .  هغه په خپلو خبرو کې     په زغرده  د بهرنیانو خپل سري  و ترټله  او  ویي ویل  چې که   چیرې  د بهرنیانو لاسوهنې  په همدې توګه  جریان ولري  نو هغه  پرده  چې د  کومک او  اشغال  تر منځ  شتون  لري هغه  به  له یوه مخه  له منځه ولاړه  شي  او د بهرنیو  فوځونو  د شتون  مخالف  جهادی مقاومت  به   د ملی مقاومت   بڼه   خپله کړي . همدا  راز    ښاغلي  حامد کرزی  په قندهار  کې په یوې سترې  غونډي کې  دا  وویل  چې د خلکو د موافقي پرته  به پرینږدی  امریکایي او ناټو ځواکونه دلته په قندهار کې د   مارجې په  څیر  نظامي  عملیات  پیل کړي ، او په  دې توګه  په  لسګونو او سلګونو  نورې کورنۍ   په  غم  او ویر ککړې کړې . تر  څنګ  یي په قندوز  کې په خپلو خبرو کې  دا په زغرده  و غوښتل  چې  مخالفین  دې  د جنګ  نه لاس واخلي  تر څو  «دا  ماماګان  و باسو»


غربي  خبري  سر چینو  هم په دې اړه  ډیر څه  لیکلي  او ویلي  یي دي  چې    د جون  په میاشت کې  په قندهار کې  د ناټو او امریکا  د نظامي  عملیاتو پروګرام  د خلکو د نه  تعاون  کولو په اساس  د خنډ  سره  مخ  دې،  د  ګارډین   ورځپاڼه  لیکي  چې  امریکایان  غواړي  د قندهار   نظامي  عملیاتو ته  بله بڼه ورکړي   په دې خاطر  دې  عملیاتو ته  ( د سیاسې  کلچر د بدلون  ) نوم  ورکوی .  په  هغه  ریسرچ کې  چې  دامریکایي  ځواکونو  په مالي مرسته  تر سره شوې   ویل  شوي  چې  په قندهار کې   ۹۴سلمه  کسان  د  مخالفینو پر خلاف د نظامی  خوزښت  او عملیاتو  مخالفت  کوي او وایي  چې  د مخالفینو سره دې دخبرو  له لارې  دا موضوع  حل شی .  ۸۵سلمه  خلک وایي  چې  طالبان او نور  مخالفین  ددوې  افغانان  ورونه دې .


خو مسئله یواځې  تر دې  ځایه پورې  نه ده  را نغښتې ،  بلکه  د افغانستان  د اداری  نظام  بې  کفایتي  ، هلته اداري فساد ، مالې  فساد ،  مافیایي  اداری  ،  د امنیت  نشتوالې او یا کمښت ، او د نیواکګرو ځواکونو خپل سریو او نیواک ، د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې   را ټوکیدلې  اسلامی  جهادی  غورزنګ  ورځ په ورځ  دمقبولیت  لورې ته  وړې  اود افغانستان   ۷۵سلمه یي  په   مستقیمه او یا  غیر مستقیمه توګه تر خپل  کنترول لاندې  را وستې . … دا ټول داسې  څه د ې   چې   زمونږ  د ټولني   ترکیبي  او ټولنیز  هیئت او  جوړښت  یي تر پوښتنې  لاندې  را وستې   .  د هیواد  په  ټولو غمیزو ،  فسادونو او ورانکاریو کې  بهرنیان  نیواکګر  په یوه   بڼه نه  یوه  بڼه  ګډون  لري . او همدغو ناخوالو  بلاخره  پخپله     حامدکرزی  دې  ځاې ته و هڅاوه   چې  د بهرنیانو په مقابل کې   خپل  دریځ  غوڅ  او بر بنډ  اعلان کړي او هغوې په دغو ټولو فسادونو کې ککړ  و ګڼي ، د هغه د کابیني  غړی  اوس    په زغرده   وایي   چې  د هیواد په   مالي او اداري  فساد کې   ۸۰سلمه  بهرنیان  ونډه لری .


د بهرنیانو له اړخه  مالي او اداري  فساد  نه یواځي   لوړ پوړي  چارواکي   په خپلو ناولو  منګولو کې سره را نغښتي  بلکه زمونږ  د مقننه  قوي   غړی  ( دولسي  جرګي او  مشرانو  جرګي  ) غړي  یی ، که  هغه  پخوانۍ په اصطلاح  جهادي  څیرې  وې  او که  نوې  انقلابی  مخونه،  هم  داسې  را مات کړي   چې  د  هغوې  د اجازې پرته  خوله  هم نه شې  پرانستې . نه یواځې دا  بلکه د هغو کسانو سره د کتلو توفیق  هم  نه لري  چې  د بهرنیو  ځواکونو څخه د هیواد د استقلال  دبیرته  اخستلو   له  پاره  هلې  ځلې کوی .


پخپله  د هیواد د مشرتابه دهیئت  رئیس ، ښاغلې  کرزې  اوس  ددوو حالتو سره مخ دې .  که غواړې  چې په خپله دغه ورستۍ  دوره کې  چې په طبیعې توګه بیا د ټآکنې  حق  نه لري  ،  خپل  ځان  د هغو تورونو  څخه سپین کړې  چې  په مختلفه  توګه  ور پورې  نښتي  نو بیا  به همغه  غږ  پورته کوي  چې   په قندهار  ، قندوز  او یا د  ټاکنو د کمیسیون په  انګړ کې  یی پورته کړ  او هغه  د ازادۍ او استقلال  دبیرته تر لاسه کولو  غږ دې . د کرزې  همدا  ورستې  دریځونه  او دحزب اسلامي  د سولې  د هیئت  شتون   ددې سبب  شول  چې  د امریکا ولسمشر  په یوه منډه ځان  افغانستان  ته  راورسوي  او  یواځې د شپږو  ساعتو ددمې  له پاره   نزدې  ۳۶  ساعته  اوږود  سفر  وکړي  او بیا د بګرام  د هوايي  ډګر  څخه  خپلو  ځواکونو  ته  د وینا په وخت کې خپل پالیسې  اعلان کړي . تر څنګ  یي  دسولې د میثاق  په  اړه   په کابل کې  د وروستیو خبرو   اغیز  او په راتلونکې مشورتې  جرګې باندې د هغې سیوري  غربیان  ته دې و  هڅول  چې ولسمشر کرزې  دې  ته اړ کړی  چې  ترڅو د سولې  له پاره  را غوښتل  شوې  مشورتي  جرګه  تر  یوه  وخته  و ځنډوي او یا یي بلکل  له یوه  سره  منتفې  کړي . ځکه  چې غربیان او په ځانګړې توګه امریکایان ددې  نه  ویره لری  چې  د سولې  له پاره را غوښتل شوي مشورتي  جرګه  به د هیواد  دمشرتابه د هیئت او د حزب اسلامي  تر منځ د خبرو  اوهم د  حامد کرزي  د وروستیو  دریځونو تائید وکړي او د  افغانستان څخه  به دبهرنیو  فوځونو د وتلو  له پاره  همغه  مهال  ویش  چې د حزب اسلامي د مشرتابه  له اړخه  اعلان  شوي  تائید کړی . خو که ولسمشر  د غربیانو  ددې خبرې  سره  توافق  و نه ښئ نو طبیعي  ده  چې     غربیان به  همغه  پریکړه  پلې کوې  چې دده په اړه  یي په  خپلو  ځانګړیو غونډو کې  کړي،  لکه  چې په غربي رسنیو کې په  نا څرګنده توګه دا خبرې  تکراریږي  چې: «په دې نږدې وختونو کې کتل کیږي  چې  کرزې د غرب  غوښتنو  ته  غوږ  نه ږدي  او نه د هغوې حکم منلو ته تیار دې ،داسې  اوازې دې  چې  کیداې شي  غربیان د هغه  له منځه وړلو  له پاره د هغه  د وژلو  پټ  پلان  ولری .


  “…In the recent past Karzai is refusing to take orders from the west and is listening to his people rather than the west and his paymasters but the rumors in the western regimes are that there might be grounds for assassination to shoot him.” ……. 


د ښاغلي کرزی  له پاره  بل حالت  دادې  چې  بیرته  د اشغالي او نیواکګرو ځواکونو د خبرو  منلو ته   غوږ  کیږدي ،نو په  هغه صورت کې به  طبیعي ده  چې د خپل ولس  دغه  اوسنې   باور  ، که لږ  څه  یي تر لاسه کړي  وي ، هم  بیرته د لاسه ورکړي ، د حزب اسلامي  سره دخبرو  لړۍ به یي پاې ته ورسیږي  ، او په مقابل کې  به  دبهرنیو د اشغال  په خلاف  را ولاړ  شوي  مقاومت ،  د بهرنیو د بربنډو  لاسوهنو ، عامو وژنو ،  اداری  فساد ، دامنیت  نشتوالي  ، مافیایي  عناصرو ډیرښت او …..  په  یوه ملي سر تاسری  مقاومت  او قیام باندی  تبدیل کړی  . او دا به بیا هغه وخت وی  چې  (اوبه  به د  ورخه تیری  وی ) نه  به امریکایانو ته او نه  دهغوې  د ناټو ډلې  غړیو  هیوادنو ته  ددې فرصت  وی  چې په هیواد  کې  د سولې د تأمین په خاطر  د چا سره خبرې  وکړي او نه به څوک  دې ته  حاضر شي  چې  ددوې  سره  د  دوې د ماتې په وخت کې خبرو  ته  کییني .


دادې  همدا اوس  ، نژدې  نهه  کاله  وروسته   غربیان  دې ته  متوجه  شوي   چې  د افغانستان د حکومت لپاره د یوی مسلکی اداری او کاري ځواک په جوړیدلو باندي بحث  او څیړنه وکړي تر څو  دحکومت د ادارې کفایت او کاري ځواک په  ډیریدو سره  د حکومت اعتبار زیات کړي او هغه نیمګړتیاوې  لري کړي چې خلک ورته په ادارې فساد له ککړ حکومت څخه زیږنده بولي. اما  ددې  اداري  فساد  اصلي  عاملین  پخپله  همدا  نیواکګر  فوځونه دی  اوپخپله  د افغان  دولت  چارواکي  هم  په دې  اقرار کوي   .   دهیواد  تعلیم یافته  وګړی  په ډیرو  خوندي  دندو  او  سترو تنخواګانو پسې  ګرځي او حاضر  نه دی په دولتي  پوستونو کې  د یوه  څو ډالرو  په بدل کې کار وکړی  بلکه  ټول  هغو  شخصې کمپنیو  ته  چې دهمدې نیواکګرو  له اړخه  یا  جوړې شوې   او یا یی مالي تمویل کیږي ، د کار  کولو  له پاره  مراجعه کوي . هغه  نا انډولې  چې  همدا  اوس  په دولتي  ادارو  کې  کتل کیږي   او په هغوکې  څنګ په څنګ  ناست  دوه  کسه مامورین  چې  هم  د وړتیاو  له اړ خه او هم  د  فزیکي  روغتیا  له اړخه  یو  شانته دي  ، یو یي  په ډالرو  معاش  اخلي  چې دهغه  بل د افغانیو  د معاش  د یوه کال  سره  برابرې خوري  پخپله د اداري  فساد  له پاره  لاره  همواره  وی ،  په دې  اساس  دبهرنیو  ځواکونو  دغه خپل سري ا و دهغوې  شتون   زمونږ  هیوادوال   په ډول ډول  رواني او جسماني  ناروغتیاو  اخته کړي ، او تر هغې  چې  دغه   خپل سري  بلواکي   له منځه ولاړه  نه شی   نه  خو  په هیواد کې  اداري  فساد  له منځه  ځی او نه   د کار  وړ  خلک دولتي کارونو ته  مراجعه کوي .


داسې بریښې  چې  هم امریکا یي سیاست  پوهان او هم د ناټو د غړی  هیوادونو  د بهرنیو چارو  وزیران  اوس  دې  ځاې  ته رسیدلي  چې د حزب اسلامي  افغانستان   له خوا د ( د ژغورنې د ملي میثاق )  تر نامه  لاندې  وړاندی  شوې  طرحه  په نا اعلان  شوي  توګه   پلې کړي.  ددې میثاق  په دریمه ماده کې  راغلي دي  چې :


 ۳-«د امنیت  چارې دې په بشپړه توګه ملي اردو او پولیسو ته و سپارل  شي  ، بهرني  ځواکونه  به د افغانستان   په  هیڅ  ګوټ  کي او په هیڅ حالت کې په خپل سر د نظامي عملیاتو، د کورونو  تلاشي او نیولو حق  نه لري .»


نو اوس  که دوې  دا قدم  اخلي  او د هیواد  د ولایاتو  د امنیت  دچارو مسؤلیت  د هیواد  ملي پولیسو او ملي اردو ته  ورحواله کوي  نو  دا پخپله  د میثاق  نااعلان  شوي  پلې کول  دي .  خو د ناټو  دغړو  هیوادنو  او امریکا فوځي  سلاکاران  دا  باید په  یاد ولری  چې  تر هغوې  چې د حزب  له اړخه  د  بهرنیو فوځونو د وتلو د مهال ویش  په ګډون  دمیثاق  په ټولو مادو   باندې  توافق  او د دې توافق د اعلان  له مخی  عمل  و نه کړل شي او حزب اسلامي  افغانستان او هم د  طالبانو  اسلامي غورزنګ   په دې  اړه د یوه توافق  له لارې    په  دې  عملی تګلاره  کې  را شریک  نه کړل  شي  ، نو  د ناټو او امریکایانو دغه  پلان  به  لکه د نورو  هغو په څیر  د ناکامۍ   سره  مخ کیږي  او د ګټو په ځاې  به یي  تاوان  ډیر وي  ځکه  دوې به یو ځل  بیا  هیواد  دداسې  یوه کشمکش   په لورې  را کاږی  لکه  په ۱۹۹۰ کلونو کې  چې  روسانو  دا کار  وکړ .   په هغه وخت کې  خو روسان  په دې خاطر  تر یوه  حده  په وتلو بریالي شول  چې د افغانستان  سره  یي ګډې پولې درلودې ،  خو د امریکایانو او ناټو له پاره به دا کار بیا شونې نه وي .


پای


نوټ :  ددې  شننې په  لیکلو کې د یوشمیر  افغاني  بریښنایی  پاڼو  څخه علاوه  د غربي مطبوعاتو څخه هم ګټه اخستل شوي ده .  لکه : http://bit.ly/d9srfQ، http://bit.ly/cZQJGH ))