دپاكستان پوځي چارواكي وائى چې جنوبي وزيرستان كښې عمليات درول شويدي اوكه چرته خبرې اترې بريالي نشوې نو سره روغه او لدهاكښې به سخت عمليات تر سره شي د شخصي ټلويزون د راپور ترمخه دپاكستان د پوځ لوړ رتبه افسر كرنل ملك نعيم رسنيو ته وئيلي دي چى د جنوبى وزيرستان پنځه سوه مربع كلو ميتره سيمه دعملياتو په ترڅ كښې د وسلوالو څخه اّزاده شويده اوس محال عمليات درول شويدي او غواړو چى دخبرو اترو دلارې مسئله حل شي خو كه چرته اړشونو د جنوبى وزيرستان نورو سيموته به سخت ګوزارونه وركړو.