کور / شعر / غزل

غزل

دښمن په زوره ننووت په کـــــــــــــــــــوردپښتانۀ
خودغه کارئې هم وکړپه زوردپښـــــــــــــــــــــتانۀ
څالاکه دښمنان چي ئې سروړي، هـغه مهـــــــال
مشغول لکه ماشوم کړي په څه وروردپښتـانۀ
دستي دپښتانۀ په وجودولګـــــــــــــــوي غــــاښ
چي هريخزڼئ مارتودسي په اوردپښــــــــــــتانۀ
وړيابه ئې هم درکړي که ئې زړه وي ستـاپه کار
خوسرپه هرحالت کي دئ په پوردپښــــــــــــتانۀ
دروېش ورپسي ټول عمراخيســــــتئ ووڅراغ
خوچرته ئې هم ونۀ ليدغمخور دپښــــــــــــــــتانۀ