کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر ډيلي ته ورسېد

افغان ولسمشر ډيلي ته ورسېد

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزى نن تر غرمې مخکي د هند پلازمېني نوي ډيلي ته ورسېد.
د راپورونو له مخي ولسمشر کرزي ډيلي ته له رسېدو سره سم د دغه هيواد له ولسمشري پرتهيباپټيل سره يوه لنډه ليدنه وکړه او ټاکل سوې ده چي تر غرمې وروسته د هندوستان له صدراعظم من موهن سنګ سره وګوري.
ولسمشر کرزى ډيلي ته د دغه هيواد د لومړي وزير په بلنه په دوه ورځني سفر تللى او هلته به د هندوستان او افغانستان پر اړيکو، اقتصادي همکاريو او تجارتي راکړه ورکړه باندي وږغېږي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د ولسمشر کرزي سره د خبرو غټه موضوع په افغانستان کي د شاوخوا ٤٠٠٠ هندي کارکوونکو پر امنيتي خونديتوب باندي بحث کول دي چي په وروستيو کي د طالبانو حملې پر ډېري سوي دي او هندوستان يې اندېښمن کړئ دئ.
ولسمشر کرزى به تر هند وروسته د سارک سازمان په کلنۍ غونډه کي د ګډون په خاطر بوتان ته ولاړ سي.