د لندن په وروستي دنړي مرسته ورکوونکوهیوادونوناسته کی په هیواد کی د تاوتریخوالي له منځه وړلوپه موخه دهیواودمشرپه وړاندیزددولت مخالیفینوسره دجوړجاړی په موخه دجرګی رابللو پریکړه وشوه.
له همدی کبله پتیل شوي وه چي دسولي ملي مشورتي جرګه به تر۱۳۰۰ شاوخوااستازو په ګډون د غويي میاشتي له دولسمی نیټي څخه د دریوورځو دپاره په غونډوپیل وکړي .دتیري چهارشنبي په ورځ دسولی ملی مشورتی جرګی جوړیدودکمیسیون دارالانشآ رئیس اودفغانستان اسلامی جمهوریت د پوهني وزیر ښاغلی ډاکترغلام فاروق وردک دیوی مطبوعاتی غونډي په ترځ کی څرګنده کړه چی،د سولی ملی مشورتی جرګی غونډوپیل به دځینو لاملوله کبله ،آټکل دی دغويي میاشتي ترپایه پوري وځنډول شي.
ښاغلی ډاکترغلام فاروق وردک دسولی ملی مشورتي ځنډیدولامل له متحده ایالاتوڅخه دافغان مشر لیدنه چی بلنه يي لاوړاندي ورکړل شوی وه ،دسولي ملي مشورتي جرګی ځیني غړي چی، په راتلونکي ولسی جرګی کی نوماندي دی چی دکورد ننه ترټوله مهمه پېښه ګڼل کیږي،یادونه وکړه .
دي اوداډول بیلا بیلوڅرګندونوته په پاملرني سره داسي ښکاری چی نړیواله ټولنه دهیواد دننه څه دپاسه اتوکالو په شتون کی بیا هم د افغانی دود اودستور،دافغانانو په ټاټوبی کی ددودیزی افغانی جرګو په اړه تردی مهاله دڅرګندواورغنده معلوتاتوترلاسه کولوکي پاتي راغلي دي .افغانانودتاریخی لاسوندونوپربنسټ تل خبلوټولنیزو،اقتصادی چاروپرمخ بیولواوسمون په موخه دیومخه ییزوناستوله لوری سلااوپریکړی کړیدی.
جرګه ،ملی ناستې دافغانانود ستونزو له منځه وړلولپاره ترټول غوره اومنل شوي دودګڼل شوي اوهرځل د جرګوپه مټ اوسیوري کی دکړکیچنو اودکشالو غوټي پرانیستل شویدي .دافغانانوننې کشاله اوستونزه د باندنیوجرړوترڅنګ ډیره برخه کورنې اړخ لری .له همدی کبله افغانان په خپل ټاټوبی کی دتاوتریخوالی له منځه وړلواودپردیولاسوهنواولمسونونوم
لمړیې ،هیڅ یونه نړیوال اونه سیمه ییزځواک هیڅکله دافغانانوپریکړو،هوډاوسرلوړي په ماتولوکی بریالی شويدی .
دوهم،داتوکالوپه بهیرکي تجربو په ډاګه وښودله چی، پرته دټولوافغانانوله ګډون اوجوړجاړي به د نن تاوتریخوالی ته دحل لاره ونه موندل شي.هغه څه چی دسیمی اودنړی په ګټه دي.افغانان په خپل کورکی دننه داحق خپل ځان پوري خوندي ګڼي چی هرډول سیاسی ،اقتصادی اوټولنیزوچاروکی هرډول پریګړی په خپله کوي. هسي چی،دتاریخ په اوږدوکی ورته ژمن دی اوهغه ته دي هرومرودرناوي وشي .
دلراوبر يادونه : د پښتو يې ګانو نه مراعت کله کله لويه ستونزه جوړوي ، د بېلګي په ډول که ددې ليکني د ليکوال تخلص ته وګورو نو ښځينه ښکاري ، خو نوم يې ( خوشال ) نرينه بڼه لري ، که ليکوال نارينه وي نو ښايي چي ( خوشال ځاځئ يا ځاځی ) وليکو ، که ښځينه وي نو به خوشاله ځاځۍ وي . لراوبر له ټولو هيله کوي چي د پښتو متن ليکلو پر وخت د پښتو يې ګانو مراعت وکړي . د يې ګانو د استعمال بېلګي دلته وګورئ http://www.larawbar.net/detail.php?id=1000