بي بي سي نيوز خبر ورکړ چي پاکستاني حکومت امريکايي استخباراتي مامورينو ته اجازه ورکړه چي د طالبانو له دوهم مشر ملاعبدالغني برادر څخه تحقيق وکړي.
د طالبانو د مشر ملامحمدعمر مرستيال ملا عبدالغني برادر د فبروري په مياشت کي د پاکستاني استخباراتي مامورينو له خوا په کراچي کي ونيول سو او اوس په پاکستان کي بندي دئ.
که څه هم په لومړيو ورځو کي افغان حکومت له پاکستان څخه د ملابرادر د ورسپارلو غوښتنه وکړه، خو پاکستاني حکومت په يوه او بله بهانه انکار ځني وکړ.