د هندوستان د بهرنيو چارو وزات اعلان وکړ چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى په يوه دوه ورځني سفر نوي ډيلي ته ځي.
د بهرنيو چارو وزير ايس، ايم کرشنا د يکشنبې په ورځ وويل نوي ډيلي ته د ښاغلي کرزي دغه سفر د لومړي وزير من موهن سنګ په رسمي بلنه ترسره کېږي.
د بهرنيو چارو وزير وويل ولسمشر کرزى به د دوشنبې په ورځ دغه نوي ډيلي ته ورسي، د هند او افغانستان پر اړيکو سربېره به پر سيمه ايزو او نړۍ والو مسايلو د هندوستان له چارواکو سره وږغېږي.
د اي، ايم کرشنا په وينا ولسمشر کرزى او لومړى وزير من موهن سنګ به په افغانستان کي د هندي کارکوونکو پر خونديتوب باندي هم سره وږغېږي چي په دې وروستيو کي د طالبانو له خوا بريدونه پر ډېر سوي دي.
د ولسمشر کرزي دغه سفر په داسي حال کي ترسره کېږي چي دوې مياشتي دمخه په کابل د طالبانو په يوه حمله کي نهه هندي مامورين ووژل سول.