د نجيب الله ځاځي سره په تړاو نيول سوي افغان زرين احمدزي هم د القاعدې په اشاره په نيويارک کي د چاودنو پر پلان لرلو باندي اقرار کړئ دئ.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي چي نوموړي پرون د نيويارک په يوه محکمه کي د بريدونو د پلان پړه ومنله او ويې ويل چي په قبايلي سيمو کي يې د القاعدې په يوه روزنيز کمپ کي د چاودنو تخيک زده کړى دئ.
زرين احمدزى په نيويارک کي د نجيب ځاځي ټولګيوال وو، چي د راپور له مخي د تېر کال په سپټمبر کي يې چي د مسلمانانو د روژې له مياشتي سره برابره وه په نيويارک کي د چاودنو پلان درلودئ.
تر زرين احمدزي دوې مياشتي دمخه نجيب ځاځي هم پر خپل جرم اعتراف کړئ وو.
راپور وايي زرين احمدزي هم د نجيب ځاځي په شان ويلي چي په دې کار يې غوښتل له امريکايانو څخه په افغانستان کي د هغوى له خوا د روانو ظلمونو غچ واخلي.