کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل يو مطلب كې په كندهار كې د پيليدونكو عملياتو په اړه بحث كړې او پدې ترڅ كې د خلكو د ملاتړ د جلبولو لپاره د جنرال مك كريسټال او ايكن بيري ترمنځ د اختلافاتو يادونه كړې.
ورځپاڼې ليكلي، پداسې حال كې، چې جنرال مك كريسټال په لنډ مهاله پروژو ټينګار كوي، خو ايكن بيري بيا دا كار بې ګټې بولي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا پدې ټينګار كړې، چې په افغانانو تكيه كول روانه مبارزه اسانه كوي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د ځمكو په سر كيدونكو شخړو ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې په افغان دولت انتقاد كړې، چې ددغو شخړو په هواري كې پاتې راغلې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډې بحث كړې، چې پكې د افغانستان روانه وضعه وڅيړلې شوه.
ورځپاڼې په دوام كې كه څه هم په افغانستان كې د ناټو ماموريت له ګواښونو او ننګونو ډك بللې خو ليلكي، چې ددغه تړون غړي هيوادونه غواړي خپل ماموريت ته دوام وركړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ولسمشر كرزي په هڅو هم بحث كړې او پدې ترڅ كې د ناټو د عمومي قومندان په حواله ليكلي، چې د ښاغلي كرزي اقدامات ډير مناسب دي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې هم په افغانستان كې د سولې او امن لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې ملي ګټې په سوله او پخلاينه كې نغښتې دي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې ناټو له افغانستان نه د خپلو ځواكونو د ويستلو لپاره تيارې نيسي.
ورځپاڼې په دوام كې په تالين كې د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په اشارې ليكلي، چې په هغو سيمو كې، چې لازمه وي امنيتي مسؤليت به افغان ځواكونو ته وسپارلې شي.
ورځپانې په عينې حال كې په افغانستان كې د جرمني ځواكونو ماموريت ته هم كتنه كړې او ددغه هيواد د دفاع د وزير په حواله يى ليكلي، چې ددوى پوځيان په نا امنه شرايطو كې پراته دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې له كيدونكو پوځي عملياتو سره مخالفت ښودلې او ليكلي، چې ښه حكومتداري او سوله د جګړې له لارې نه ټينګيږي.

ويسا:
خو دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي كې د ناټو د عمومي منشي په حواله ليكلي، چې د ناټو ځواكونو به تر هغه په افغانستان كې پاتې شي، چې اړتيايى موجوده وي.
ورځپاڼې په دوام كې د راسموسن د وينا دا ټكي هم راخستي، چې دوى داسې يو باثباته افغانستان غواړي، چې شاوخوا سيمې او نورې نړۍ ته ګواښ نه وي.
په ورځپاڼه كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د نوي مشر څرګندونې هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې بهرنيان به د ټاكتنو په كمسيون كې لاس وهنې ته پرې نږدي.
ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي معنوي په حواله ليكلي، چې دې ډاډ وركوي، چې د ولسي جرګې انتخابات به شفافه او قومي، ګوندي او مذهبي توپيرونو پرته ترسره شي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اهميت ټينګار كړې او هغه يى په هيواد كې د شتو ستونزو د هواري لپاره يوه غوره موقع بللې ده.
خو اصلاح بيا په هيواد كې د ديموكراسۍ په روان بهير بحث كړې او پدې ترڅ كې ټينګار كړې، چې افغانان بايد د هغې ارزښتونه په سمه توګه وپيژني.

افغان جرګه:
دې نا دولتې ورځپاڼې هم د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې ته ددغه تړون د مشر څرګندونې راخستې او ليكلي، چې په افغانستان كې د ناټو د ماموريت راتلونكې د افغانانو د كاري وړتياو په لوړيدو او د افغانانو په ښه مشرتابه پورې اړه لري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د جرمني د صدراعظمې دا خبردارې هم راخستې، چې له افغانستان څخه د ځواكونو په بيړه ويستل به د سپټمبر له يوولسمې نه هم زيات زيان اړوونكې وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بهرنيو هيوادونو او په تيره بيا امريكا ته د ولسمشر كرزي په سفرونو او د سولې په جرګې د هغې اغيزې څيړلي، چې د ورځپاڼې په وينا تر ډيره مثبتې دي.